د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: پاکستان دې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان وغندي


د افغانستان د سولې د پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازي ښاغلي زلمی خلیلزاد وايي چې پاکستان قطر او نور هیوادونه چې افغانستان د سولې د بهیر ملگري دي ،باید د طالبانو لخوا دپسرلنیو عملیاتو د اعلان مخالفت او غندنه وکړي

د وسله والو طالبانو ډلې د جمعې په ورځ ویلي وو چې دوي الفتح په نوم پسرلني عملیات د افغانستان په ټولو برخو کې پیلوي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د شنبې په ورځ د (وري ۲۴) په یوې اعلامیې کې د طالبانو پسرلني عملیات غندلي او زیاته کړې ده چې د جګړې دوام د هېڅ لوري په ګټه نه دی.

افغان حکومت وايي، طالبان پر داسې مهال عملیات اعلانوي چې د سولې په اړه د افغان حکومت هڅې په «شدت» سره روانې دي او دغه ډله (طالبان) له امریکايي پلاوي سره د سولې په اړه مذاکراتو هم بوخته ده.

ښاغلي خلیلزاد په یو ټویټري پیغام کې خپل دریځ څرگند کړی او ویلي چې دی د امریکا د متحده ایالاتو د استازي په توگه دغه عملیات غندي.

ښاغلي خلیلزاد همداشان لیکلي چې ټول اړخونه باید دغه غیر لازمي تاوتریخوالی ودروي او پر ځای یې په بین الافغاني خبرو کې برخه واخلي.

ښاغلي خلیلزاد د ټولو افغانانو نه غوښتي چې باید د دې عملیاتو غندنه او مخالفت وکړي.

ښاغلي خلیلزاد چې همدا اوس په افغانستان کې د سولې په هدف د سیمې د هیوادونو په سفر دی ویلي چې وخت د دې تقاضا کوي چې ټول افغانان د یوې روښانې راتلونکې دپاره لاسونه یو کړي.

ارگ د طالبانو هغه ادعا چې وایي د جګړې اعلان یې د افغان حکومت د اعلان په ځواب کې کړی، ناسمه بلې او ویلي یې دي چې "د افغانستان حکومت نه یواځې دا چې د جګړې د پیلولو اعلان یې نه دی کړی، بلکې هغه خنډونه یي چې د سولې پر وړاندې وو له منځه وړي او د جګړې دوام د هېڅ لوري په ګټه نه بولي."

ارگ یو ځل بیا د طالبانو له مشرانو غوښتي چې له جګړې څخه لاس واخلي او له افغان حکومت سره مخامخ د سولې په اړه مذاکراتو ته کښېني.

XS
SM
MD
LG