د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد د ناروې چارواکو سره پر افغان سولې خبرې کړي


خلیلزاد څو ورځې مخکې سیمې ته په سفر وووت
خلیلزاد څو ورځې مخکې سیمې ته په سفر وووت

د افغانستان د بیا پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په اړه د ناروې هڅې ستایلي دي.

په ناروې کې د امریکا سفارت د دوشنبې په ورځ جولای۲۷(زمري۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي خلیلزاد ناروې ته د سفر پرمهال د دغه هیواد بهرنیو چارو له وزیرې او یو شمېر نورو چارواکو سره کتلي دي.

بیان وايي چې دواړو لورو په دغه کتونو کې د افغانستان د سولې بهیر موضوع ارزولې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګېدو په اړه د ناروې هڅې مهمې بللې او په دې اړه یې د هغه هیواد مننه کړې ده.

ښاغلي خلیلزاد د ناروې هیواد له چارواکو سره خبرو کې هغوی ته «د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو په برخه کې د پرتو خنډونو او همدارنګه د یادو ستونزو د هواري هڅو د څرنګوالي» په برخه کې معلومات ورکړل.

په اعلامیه کي ویل شوي چې زلمي خلیلزاد او د ناروې چارواکو د سولې خبرو کې د افغان مېرمنو پر فعاله ګډون هم ټینګار کړی دی.

زلمي خلیلزاد د روانې میاشتې پر ۲۴مه د افغان سولې په اړه د افغانستان په ګډون پنځو هیوادونو ته سفر پيل کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي په دوحه او کابل کې به سفیر خلیلزاد د بین الافغاني خبرو تر پیلېدو مخکې پاتې مسائلو د هواري په ځانګړي ډول د بندیانو د وورستۍ تبادلې او تاوتریخوالي کمولو باندې ټینګار وکړي.

اعلامیه کې راغلي و چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو په هدف دواړه لوري تر بل هر وخت د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته نژدې شوي دي.

XS
SM
MD
LG