د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا، اروپايي ټولنې او یوناما اختر کې د حکومت او طالبانو د اوربند هر کلی کړی


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، ناټو، په افغانستان کې اروپايي ټولنې او یوناما د افغان حکومت او طالبانو لخوا په لوی اختر کې د اوربند د اعلان هر کلی کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ جولای ۲۹ (زمري۸) ویلي تمه ده چې لوی اختر ټول افغانان د تفاهم او متقابل درناوي لپاره تلپاتې سولې ته نژدې کړي.

زلمي خلیلزاد په دې اړه پر خپل ټويټر لیکلي:"موږ په اختر کې د طالبانو لخوا د اوربند د اعلان او د افغان حکومت د متقابلې اعلامیې هر کلی کوو."

زلمي خلیلزاد همدرانګه ټولو افغانانو ته د سوله ییز اختر هیله کړې ده:"د لوی اختر په مناسبت، جنرال میلر، ویلسن او زه د افغانستان خلکو ته د یوې سوله ییزي رخصتۍ هیله کوو، لوی اختر د قربانۍ (خیرات) او همکارۍ اختر دی.زموږ هیله داده چې اختر ټول افغانان د تفاهم او متقابل درناوي لپاره سره یو کړي او تلپاتې سولې ته یې یو ګام نژدې کړي."

ناټو هم د افغان حکومت او طالبانو لخوا په لوی اختر کې د درې ورځني اوربند هرکلی کړی او هغه یې د افغانستان د سولې بهیر کې یو مهم ګام بللی دی.

په افغانستان کې د ناټو ماموریت پر خپل ټويټر پاڼه لیکلي چې یاد ګام باید ژر تر ژره د بین الافغاني خبرو لامل شي" افغانان سولې ته اړتیا لري او ناټو د افغانانو ترڅنګ ولاړه ده"

په افغانستا کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما هم د طالبانو او افغان حکومت لخوا اختر کې د اوربند د اعلان هر کلی کړی دی.

یوناما ویلي چې د بندیانو ازادول او د تاوتریخوالي کمول به د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرو ته لار خلاصه کړي.

اروپايي ټولنې هم ویلي چې د اوربند اعلان نه یوازې دا چې د تاوتریخوالي کمولو په اړه یو فرصت دی بلکې د سولې خبرو پیلېدو په اړه هم یو ګټور ګام دی. یادې ټولنې ویلي:دواړه خواوي باید یو معتبر سمبول په تاریخي فرصت بدل کړي.

وسله والو طالبانو پرون سې شنبه د لوی اختر په درې ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.دغه ډلې خپلو وسله والو ته لارښوونه کړې چې په "دښمن باندې هېڅ ډول عملیات" ونه کړي.

د اعلامیې په یوې برخې کې جنګیالیو ته لارښونه شوې که "د مقابل جانب لخوا ستاسو په طرف کوم برید وشو، بیا کلک ځواب ورکړئ."

د طالبانو تر اعلامیې وروسته د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم په یوه ټویټ کې د طالبانو لخوا د اوربند له اعلانولو نه هرکلی وکړ.

صدیقي لیکلي چې ولسمشر غني هم افغان پوځیانو ته لارښونه کړې چې د اختر په ورځو کې اوربند مراعات کړي.

د یادونې وړ ده چې تیر کوچني اختر کې هم د دواړو لورو لخوا اوربند اعلان شوی و چې په پراخه کچه یې هرکلی وشوو، خو افغانان له جګړې څخه د تلو په هدف په هیواد کې د تلپاتې اوربند غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG