د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد افغانستان څخه د سرتېرو د وېستلو شرایط بیا په ډاګه کړل


دا مهال په افغانستان کې زرګونه امریکايي سرتېري دېره دي
دا مهال په افغانستان کې زرګونه امریکايي سرتېري دېره دي

د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغانستان څخه د امریکايی عسکرو د وېستلو شرطونه بیا په ډاکه کړل.

ښاغلي خلیلزاد د جمعې په ورځ جولای ۲۴ (زمري ۳) وویل:"له افغانستان څخه د امریکایي قواو وتل د طالبانو له لوري د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون د شرایطو په عملي کولو پورې مشروط دي."

خلیلزاد دا څرګندونې د امریکا د سولې د انستیتوت په یوې غونډې کې چې انلاین وه،‌ وکړې.

هغه په خپلو خبرو کې "د تروریزم سره د مبارزې هڅې، له افغانستان څخه د امریکايي قواو وتل، د افغانانو ترمېنځ د سولې خبرې اترې پيل او د یو جامع اوربند په اړه هوکړه لېک، د طالبانو او امریکا ترمېنځ د سولې د تړون" مهم عناصر یاد کړل.

د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړه چې د دې سره سره چې تر اوسه د سولې په خبرو کې پرمختګ شوي لا هم د افغان حکومت لخوا د ځېنې بندیانو ازادول او د تاوتریخوالي کمول د سولې د پروسې په لار کې دوه ستر خنډونه دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په میاشت کې د تړون مهمه برخه دا وه چې افغان حکومت به ۵۰۰۰ طالبان او طالبان به یې په بدل کې ۱۰۰۰افغان سرتېري خوشې کوي. افغان حکومت څه باندې ۴۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او وايي چې د پاتې شاوخوا۵۰۰ نور یې ځکه نه خوشې کوي چې «حق العبدي» قضیې لري.

تېره ورځ د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین وویل چې که د لوی اختر پورې د دوی پاتې بندیان هم پرېښودل شي،‌دوی به هم پاتې افغان سرتېري پرېږدي او بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو دي.

له دې هر څه سره سره افغان حکومت، امریکا، ناټو، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو په افغانستان په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د بریدونو په زیاتوالي‌ اندېښنه ښودلې ده. افغان حکومت ويلي دي چې دا بریدونه بین الافغاني مذاکرات ټکني کولی شي.

XS
SM
MD
LG