د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو کې د پاکستان له همکارۍ د خلیلزاد هرکلی


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند ټينګېدو په اړه د پاکستان د همکارۍ هرکلی کوي.

د پاکستان لوړپوړو چارواکو پرون جمعه په اسلام اباد کې له ښاغلي خلیلزاد سره لیدنه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند ټینګېدو برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی او د پوځ مشر قمر جاوید باجوه ته یې له طالبانو سره د سولې د روانو خبرو په اړه معلومات ورکړل.

ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې له په برخه کې د پاکستان د همکارۍ هرکلی کړی او له دغه بهیر څخه د سیمه ییز ملاتړ پر اهمیت ټينګار کړی دی.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت هم د «ډسمبر پر ۱۴مه» په یوې اعلامیې کې د زلمي خلیلزاد له قوله ویلي، چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت سره د سیمې هېوادونو امنیتي او اقتصادي ګټې هم تړلې دي.

په دغه اعلامیه کې راغلي:"زلمي خلیلزاد د تاوتریخوالي کمولو او اوربند ټینګېدو، په بریالیتوب سره د بین الافغاني خبرو تر سره کېدو او سیمه ییز ملاتړ په تړاو د پاکستان د همکارۍ هرکلی کوي."

نوموړی پر داسې مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالې کمولو، اوربند ټينګېدو په برخه کې د پاکستان د همکارۍ هرکلی کوي، چې پر بګرام پوځي اډې د طالبانو تر برید وروسته په دوحه کې د سولې خبرو کې لنډه وقفه راغلې ده.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي په دوام تېره شپه په یوه تازه پېښه کې په غزني ولایت کې د طالبانو برید کې د محلي اردو ۲۵ سرتېري وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG