د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان په کابینې کې لوی بدلونونه راوستي


د عمران خان د حکومت ٧ میاشتې وخت شویدی خو تر اوسه یې دغه ملک د اقتصادي بحران نه ندی ژغورلی
د عمران خان د حکومت ٧ میاشتې وخت شویدی خو تر اوسه یې دغه ملک د اقتصادي بحران نه ندی ژغورلی

د پاکستان صدراعظم عمران خان د دغه ملک په کابینې کې په داسې حال کې لوی بدلونونه راوستلي چې پاکستان د اقتصادي بحران سره مخامخ دی.

عمران خان د خزانې وزیر اسد عمر له دندې لیرې کړی دی او د هغه پر ځای یې عبدالحفیظ شیخ ته دغه دنده سپارلې ده.

عمران خان د دې ترڅنګ د غه هېواد د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري، د ساینس او ټکنالوژۍ، د پټرولیم او د کورنیو چارو وزیران له دندو لیري کړي دي.

دا وومه میاشت ده چې د پاکستان تحریک انصاف گوند د انتخاباتو د گټلو نه وروسته حکومت تر لاسه کړی دی، خو تر اوسه پورې په دې کې ناکامه شوی دي چې ملک له اقتصادي بحران نه وژغوري.

پاکستان د ١٣ ځل لپاره د پیسو د نړیوال صندوق یعني «آي ایم ایف» نه غواړي چې پور ورته ورکړي او د دغه بح‏ران نه یې وژغوري. پاکستاني چارواکي وایي چې ډیر ژر به یې د «آي ایم ایف» سره موافقه وشي او پور به ترلاسه کړي.

د پاکستان د خزانې 'پخواني' وزیر اسد عمر دغه پور د پاکستان لپاره اړین بللی و او ویلې یې و چې هغوی د خپلو پورونو د ورکولو لپاره د پیسو د نړیوال صندوق نه پور تر لاسه نه کړ نو پاکستان به دیوالیه شي.

عمران خان د اسد عمر برسیره د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري هم د هغه د دندې گوښه کړی دی.

XS
SM
MD
LG