د لاس رسي وړ اتصالات

د وسله والو ملېشو د ختمولو په اړه د عمران خان څرګندونو بحثونه پارولي


د عمران خان وینا چې وایي د پاکستان پوځ د شوروي اتحاد ضد ملیشې جوړې کړې وی او اوس ورته ضرورت نه لري، دا بحث پارولې دی چې دغه د پښتون تحفط تحریک دریځ تایدوي.

عمران خان د بهرنو خبریالانو یوې ډلې ته په وینا کې وویل چې د پاکستان پوځ دغه وسله والې ډلې جوړې کړې وې خو اوس د دغو وسله والو ډلو کارولو ته نوره اړتیا نشته او د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره د دغو ډلو ختمولو ته پوره ژمن دي.

د پښتون تحفظ تحریک مشر منظور پښتین په دی اړه یو ټویټ وکړ:

"د عمران خان د پوځ په اړه دا وینا چې وسله والې ملیشې یې جوړې کړې وې، بی شکه د نړیوالو د توجو ترلاسه کولو لپاره دي. دا لکه زاړه شراب په نوي جام کې. وسله والې بدمعاشې ډلې پاکستان ته اقتصادي گټې ورکوي."

د پښتون تحفظ تحریک اساس ایښودونکي غړي محسن داوړ په خپل ټویټر ولیکل:

"د ترهگرو ډلو د جوړولو په اړه د عمران خان بیان د پي ټي ایم د دریځ تاید دی، چې په کومه وجه مونږ ته غدار ویل شوي، د ترهگرۍ قضیې راباندې شوې او بهرني جاسوسان راته ویل کیږي. هغه ټول کسان چې د دی مسول دي، هغوي ته دی سزا ورکړل شي او همدغه د پي ټي ایم مطالبه ده."

د پاکستان پخواني سناتور افراسیاب خټک په خپل ټویټر ولیکل چې کومه خبره عمران کړي چې هغه منطور پښتین کوي نو هغه ته غدار ویل کیږي.

"عمران خان وایي چې د پاکستان پوځ ملیشې جوړی کړې وې، چې دا خبره منظور پښتین د شواهدو سره کوي نو په هغه د غدارۍ الزام لگول کیږي خو چې عمران خان یې کوي نو دا یوه اعلامیه وي. دا منافقت دی."

د پاکستان یوې بلې سیاستمدارې بشری گوهر هم دغه خبره وکړه. هغې په خپل ټویټر ولیکل

"د ٧٠،٠٠٠ انسانانو د قیمتي ژوند د بایلولو، د بربادیو او د خلکو د بیکوره کیدو نه وروسته گډاگی صدراعظم وایي چې د ترهگرۍ شاته پوځ ولاړ دی. هم دا خبره چې منظور پښتین کوي نو په هغه خو د افغانستان او د هند لپاره د جاسوسۍ تور لگول شویدی."

دا لمړی ځل نه دی چې صدراعظم عمران خان د وسله والو ډلو او ترهگرو په اړه دا ډول څرگندونې کوي. هغه پخوا هم څو ځل له ویلي دي چې د امریکا په مرسته د ضیالحق د حکومت په وختونو کې د جهاد لپاره دغه ډلې جوړې شویدي.

د پاکستان د پوځ لخوا تر اوسه په دی اړه کومه تبصره نه ده شوې خو پخواني ولسمشر جنرال مشرف په خپل کتاب کې هم د ترهگرو ډلو سره د پوځ د اړیکو په اړه لیکلې دي.

XS
SM
MD
LG