د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د ډرون برید څه دپاسه ٣٠ تنه وژلي


بټۍ تاڼه د کورمې له ايجنسۍ سره هم سرحده سيمه ده.
بټۍ تاڼه د کورمې له ايجنسۍ سره هم سرحده سيمه ده.

د خوست د والي مرستيال عبدالواحد پټان وايي، د بې پيلوټه الوتکې دغه بريد نن غرمه شاوخوا يوه بجه د عليشېرو ولسوالۍ د بټۍ تاڼې په سرحدي سيمه کې د يو وژل شوي طالب قوماندان د جنازې پر مراسمو شوی چې څه دپاسه ۳۰ کسان په کې وژل شوي دي.

هغه امريکاغږ ته وويل، چې دغه طالب قوماندان د امين کوچي په نوم د طالبانو د يوې ډلې مشر و، چې د پنجشنبې په ماښام د ببرک تاڼې په سرحدي سيمه کې د امنيتي ځواکونو په توپچي ډزو سره وژل شوی و.

ښاغلي پټان زياته کړه، چې د ډرون په دې برید کې ۳۴ کسان وژل شوي، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې ټول وسله وال مخالفين بلل شوي وو، خو د هغه په وينا وروستي جزئيات ښيي، چې ځينې ملکيان هم پکې شامل دي.

هغه وویل "د جنازې لپاره د ډيورنډ له کرښې څلور ډاټسن موټر، چې په وسله والو کسانو بار وو، رااوښتي وو، ټول ۳۴ کسان وژل شوي، خو ځينې اطلاعات ښيي، چې ملکيان هم په کې وژل شوي."

په سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو يوې سرچينې امريکاغږ ته وويل، چې بريد دوه کيلومتره دننه د افغانستان په خاوره کې شوی.

د سيمې يو تن قومي مشر حاجي رمضان کوچی بيا وايي، چې په ياد شوي هوايي بريد کې ۱۴ کسان وژل شوي او ټول يې ملکيان دي. هغه زياتوي، چې دغه کسان د يو سپين ږيري کوچي د جنازې ګډونوال وو.

هغه وويل " دوه موټره خلک وو، په دې يې بمبار کړی، ټول ۱۴ کسان په شهادت رسيدلي دي. دلته نه طالب شته، نه د طالب نوم شته. دا سړی يو ولسي وګړی او د جنازې خلک ټول ملکيان وو."

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له لوري تر اوسه د دې بريد په اړه هيڅ معلومات نه دي خپاره شوي خو افغان طالبان ادعا کوي چې بريد د ملکيانو د جنازې پرمراسمو شوی او تر ۲۰ زيات ملکي وګړي يې وژلي دي.

بټۍ تاڼه د کورمې له ايجنسۍ سره هم سرحده سيمه ده. د شمالي وزيرستان تر عملياتو وروسته د کورمې ايجنسۍ غرنۍ سيمه د طالب وسله والو د منسجم کېدو او د بريدونو د چمتووالي مهم ځای بلل کېږي.

شاوخوا يوه مياشتې مخکې د ببرک تاڼې پر سرحدي پوستو له همدغه ځايه طالب وسله والو ډله ييزه حمله کړې وه، چې د چارواکو په وينا ۲۵ طالب جنګيالي او ځينې حکومتي سرتېري پکې وژل شوي

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG