د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست ولایت زده کونکي او ښوونکي د پوهنې په برخه کې د ستونزو سر ټکوي


د خوست د سپېرې ولسوالۍ زده کوونکي او ښوونکي وايي، چې په خپله سيمه کې د پوهنې په برخه کې زياتې ستونزې ګالي. دوي واييد يو شمېر ښوونځيو د ودانيو پر نشتون سربېره ځينې نورې ستونزې هم شته چې بايد هوارې شي.

سپېره ولسوالي د خوست جنوب لويديځ ته په پنځوس کيلومترۍ کې پرته غرنۍ سيمه ده. په دې ولسوالۍ کې هم د خوست د يو شمېر نورو سيمو په څېر د بيارغونې کم کارونه شوې دي.
پر نورو برخو سربېره د سپېرې ولسوالۍ د ښوونځيو زده کوونکي او ښوونکي وايي، چې د ودانيو پر نشتون سربېره ځينې نورې ستونزې هم د پوهنې په مخ کې لري، چې بايد ورته جدي پاملرنه وشي.

د درسي موادو نشتون، د ښوونکو غيرمسلکيتوب، کمبود او کمه تجربه، د استوګنې له سيمو څخه په زياته فاصله د ښوونځيو جوړېدل او دېته ورته نور هغه څه دي، چې د دې سيمې د زده کوونکو په وينا د پوهنې بهير يې بې خونده کړی دی.
مدت خان د سپېرې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی او زده کوونکی دی. هغه په دې اړه وايي: ،،موږ د تدريس لپاره هيڅکله کافي ښوونکي او ودانۍ نلرو. زموږ په سيمه کې په دغه برخه کې ډېر مشکلات دي. کوم قراردادي ښوونکي، چې دي، هغه په اوونۍ کې يوه ورځ راشي او نور په خپلو پټيو کې لګيا وي،،.

د دې ولسوالۍ يو شمېر نور اوسېدونکي وايي، چې په دغه سيمه کې زده کړې يواځې تر اتم او نهم ټولګي پورې محدودې دي، ځکه د دوی په خبره ښوونکي يې تر دې زياته د تدريس تجربه نلري.

حاضر محمد او حاجي ديدارخان د يادې شوې ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونکي دي. دوی زياتوي، چې که خپل زده کوونکي خوست ښار ته د درس ويلو لپاره لېږي، نو اقتصادي مشکلات يې په مخ کې دي، خو وايي، چې که خوست ښار ته يې نه لېږي، نو زده کوونکي يې بې درسه پاتې کېږي.،، ښوونکي يواځې تر اتم او نهم ټولګي پورې زده کړې ورکولای شي او له هغې وروسته زده کوونکي خوست ښار ته راځي، چې هغه د دوی د اقتصاد سره په ټکر کې دي، ځکه چې خلک مو غريب دي،،.

مديرشېرجان د خوست د سپېرې ولسوالۍ د پوهنې مدير دی. هغه وايي، چې د دې ولسوالۍ د لسو ښوونځيو له جملې څخه يې پنځو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړې او پاتې پنځه به ډېر ژر جوړې کړي.

هغه د ښوونکو د کمبود او غير مسلکيتوب ستونزه مني، خو زياتوي، چې د پوهنې رياست د هلو ځلو په نتيجه کې يې ګڼ شمېر ښوونکي په دندو ګمارلي، خو وايي، چې اوس هم يو پر درې برخه ښوونکي کمبود دي. ،،په سيمه کې د ښوونکو کمبود لرو، خو د پوهنې رياست په هلو ځلو تر يوه حده دا ستونزه حل شوې ده. اوس هم ۴۲ ښوونکي کمبود لرو. رسمي ښوونکي ۳۲ او قراردادي ۴۵ ښوونکي لرو،،.

د خوست د پوهنې رياست تدريسي مرستيال مطيع الله فضلي وايي، نه يوازې د سپېرې ولسوالۍ ښوونکي او زده کوونکي د پوهنې په برخه کې ستونزې ګالي، بلکې د دې ولايت د يو شمېر نورو برخو اوسېدونکي هم دېته ورته ستونزې لري.

خو هغه وايي، چې د حل لپاره يې جدي هلې ځلې کوي.،،موږ سره د ۱۳۹۲ کال لپاره د شلو پروژو وعده شوې ده، چې په دې کې د يو شمېر ښوونځيو لپاره ودانۍ، د يو شمېر نورو لپاره احاطې او د ځينو لپاره د ودانيو ترميم دی،،.

د يادونې وړ ده، چې په ټوله سپېره ولسوالۍ کې نږدې درې زره زده کوونکي، چې يوه برخه کې نجونې تشکيلوي، د نږدې سلو ښوونکو له لوري په زده کړو بوخت دي.
XS
SM
MD
LG