د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د خوست په برید کې ۲ ملکیان او ۱۴ یاغیان وژل شوي دي

The collapsed upper car park of the Westgate Mall in Nairobi, Kenya. Working near bodies crushed by rubble in a bullet-scarred, scorched mall, FBI agents continued fingerprint, DNA and ballistic analysis to help determine the identities and nationalities of victims and al-Shabab gunmen who attacked the shopping center, killing more than 60 people.

ناتو وایي چي پرون د جمعې په ورځ د افغانستان په ختیځ کي دوه تنه غیر افغان ملکیان او ١۴ یاغیان وروسته له هغه ووژل سول چي یاغیانو د ائتلاف په یوې اډې باندي حمله وکړه.

چارواکو وویل چي یوه ځان مرگه چي موټر بم یې چلاوه او نورو یاغیانو د خوست له ښار نه بهر په دې اډې باندي حمله وکړه.

د ( آیساف ) د سیمه ایزو قواو د قوماندان یوه نطاق امریکا غږ ته وویل چي یاغیان د ائتلافي قواو سره چي د هغوي د حملې مخه یې ونیوله په نښته کي ووژل سول.

نطاق وویل چي دا نه ده معلومه چي دوه تنه ملکیان څنکه وژل سوي دي. هغه وویل چي یو تن د امریکا و مگر د بل تن هویت یې څرگند نه کړ.

طالبانو ویلي دي چي دا حمله دوي کړې ده.

په افغانستان کي دغو روانو شخړو او جگړو دا اندیښنې را پیدا کړي دي چي کله چي په ٢٠١۴ کال کي د ناتو قواوي له افغانستان نه ووځي او امنیتي چاري افغان قواو ته وسپاري، نو دغه قواوي به د خپل ملک امنیت وساتلای شي که نه.

XS
SM
MD
LG