د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست والي د پاکستان نه د چرګانو واردول بند کړل


د منځنۍ اسيا له هېوادونو اوايران د چابهار بندر له لارې د افغانستان سوداګري د ودې په حال کې ده خو له پاکستان سره د افغان سوداګرو راکړه ورکړه اتيا په سلو ټیټه شوې او لاهم کمېږي.

په همدې حال کې د خوست والي د هغو غوښينو چرګانو په راواردلو بنديز ولګاوه، چې د پکتيا د سرحدي ولسوالۍ ډنډ پټان له لارې له پاکستان نه لومړی دغه ولايت او بيا خوست ته راوړل کېږي.

والي حکم خان حبيبي چې د چرګانو فارمونو د مسوولينو د اتحاديې غونډې ته يې خبرې کولې، وويل، چې له پاکستانه د چرګانو واردول په دغه ولايت کې د چرګانو د فارمونو پر فعاليت منفي اغېز لري.

”خوست د تخمي او غوښينو چرګانو له پلوه پر ځان بسيا دی، بلکې نورو ولايتونو ته يې هم ورکوي. له همدې امله زموږ جدي هدايت دا دی، وراداتو د انتقال اجازه ورنه کړي. دا د ناروغيو په انتقال کې هم مرسته کوي‟.

د ځينو سرچينو معلومات ښيي، چې اوسمهال د پکتيا د ډنډپټان له لارې په منځنۍ کچه هره اوونۍ شاوخوا ۴۰ زره د غوښې چرګان پکتيا ته واردېږي او يوه برخه يې د خوست مارکېټ ته عرضه کېږي.

په خوست کې د يوه فارم مسوول حکيم ولي شراف وايي، پر پاکستاني چرګانو بنديز ته ځکه خوشبين دی، چې دا کار د ناروغيو د انتقال د مخنيوي ترڅنګ د کورني توليد د ځان بساينې عمده لامل ګرځي.

نوموړي وويل چې له پاکستان څخه د واردېدونکو چرګانو وزن زيات دی، خو له دې امله چې په پاکستان کې ترې استفاده نه کېږي، پکتيا، خوست او ځينو نورو ولايتونو ته يې په نسبي ارزانه بيه رالېږي.

شراف زياته کړه: ”پاکستاني چرګوړو وزن زيات دی، له دې کبله چې هلته استفاده نه ترې کېږي، دلته يې په ارزان نرخ رالېږي. زموږ پر مارکېټ يې منفي اغېز کړی وی. چې بند شي نو زموږ اقتصاد به هم ورسره ښه شي‟.

په ورته وخت کې د چرګانو د فارمونو د اتحاديې مسوولينو په وينا، په خوست کې د غوښينو چرګانو د روزنې ۵۰۰ فارمونه شته چې په هرو ۴۰ ورځو کې ۷۵۰ زره چرګان بازار ته عرضه کوي.

د چټک توزيع په نوم د يوه خصوصي شرکت مسوول نصيرالله حساس امريکاغږ ته وويل، سربېره پر دې چې د غوښينو چرګانو له پلوه خوست پرځان بسيا شوی، د ځينو ګاونډيو ولايتونو اړتيا يې هم پوره کړې ده.

نوموړي وويل: ”د پاکستان د چرګانو له وجهې د فارمونو مسوولينو ته ډېر نقصان رسيدلی و، يو خو يې مارکېټ خرابولو او بل د روغتيا له پلوه هم ښه نه وو. موږ پوره هيله من يو چې زموږ د فارمونو مسوولين په مناسب نرخ چرګوړي مارکېټ ته عرضه کړي‟.

بل لور ته د افغانستان د زراعت وزارت امريکاغږ ته ويلي، چې د هرات، خوست او د کابل د بګراميو له فارمونو څخه يې نورو ولايتونو ته د چرګانو او نورو مرغانو په انتقال تر يوې مودې بنديز لګولی دی.

ددې وزارت د مسوولينو په وينا، دا بنديز يې وروسته له هغه وضع کړی، چې په دې وروستيو کې د کابل د بګراميو ولسوالۍ او همدارنګه په خوست او هرات ولايتونو کې د مرغانو والګي يا انفلونزا مثتبې پېښې وموندل شوې.

XS
SM
MD
LG