د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې صرافانو صرافۍ تړلې دي


د تېرو دريو ورځو راهيسې په خوست ښار کې صرافانو د احتجاج په توګه صرافۍ تړلې دي. دوی ويلي چې د افغانستان بانک له لوري پرې د تازه وضع شويو اصولو مراعاتول ستونزمن دي. دولت ويلي چې دا کار يې د پيسو په حواله کولو کې د شفافيت په خاطر کړی دی.

د خوست اوسېدونکي بسم الله ته خپل ورور له کوم عربي هېواد نه د صرافۍ له لارې پيسې حواله کړي، خو له دې کبله يې پيسې نه دي ترلاسه کړې، چې د تېرو دريو ورځو راهيسې د خوست ښار صرافۍ د احتجاج په ډول تړل شوي دي.

د بسم الله په څېر لسګونه نور خوستوال د صرافانو په کوڅو کې له دې امله په ولاړې انتظار کاږي، چې ګوندې صرافۍ پرانستل شي او دوی ته په کور دننه او يا له بهر نه رالېږل شوې پيسې ترلاسه کړي.

د صرافانو په وينا وروسته له هغه يې د احتجاج په توګه صرافۍ وتړلې، چې د افغانستان بانک پرې ظاهراً د شفافيت په خاطر يو لړ اصول وضع کړي، خو زياتوي چې اوسنيو شرايطو کې دا کار ستونزمن دی.

په دې وضع شويو اصولو کې د صرافيو له لارې پر حوالو قطعي بنديز، له صرافانو سره د خلکو د پيسو نه ساتل او دغه راز د افغانستان بانک ولايتي څانګې سره د ورځنيو معاملاتو د راپور شريکول شامل دي.

په خوست کې د صرافانو د اتحاديې غړي نادرشاه په همدې هکله وويل:”لکه بانک چې چا ته خپله سرمايه نه افشا کوي، صراف هم د بانکي قوانينو نه په متابعت سره دا مسووليت لري چې د خلکو سرمايه افشا نه کړي. په دې کې اختطاف، ترور او نور مسائل مخته راځي‟.

دولت ويلي چې دا کار يې د پيسو په حواله کولو کې د شفافيت په خاطر کړی دی.
دولت ويلي چې دا کار يې د پيسو په حواله کولو کې د شفافيت په خاطر کړی دی.

په ټوليز ډول د صرافيو له لارې د پیسو پر حواله کولو له دې کبله زيات انتقادونه کيږي، چې ګوندې له دې لارې طالبانو او دغه راز نورو وسله والو ډلو ته په ډېرې اسانۍ سره پيسې ليږل کېږي.

په خوست کې د صرافانو د اتحاديې مشر شهزاد خان وايي، چې د وضع شويو اصولو مراعاتول وخت ته اړتيا لري. دی تر هغه د صرافيو د تړلو خبرداری ورکوي، ترڅو چې د افغانستان بانک خپل دريځ نرم کړي.

خوست په بهرنيو هېوادو په ځانګړې توګه په خليجي هېوادونو کې تر سلو زرو ډېر کاريګر لري. دوی په خوست کې خپلو کورنيو ته د ونډيو له لارې پيسې حواله کوي خو د دولت په وينا دا قانوني اړخ نه لري.

په دې ولايت کې د افغانستان بانک د څانګې مسوولينو له څه ويلو ډډه وکړه، خو د والي وياند طالب منګل اشنا راديو ته وويل چې ددې ستونزې د حل په لارو چارو لګيا دي.

د شمېر له مخې په خوست ښار کې کابو ۲۲۵ صرافۍ له دولت سره راجسټر دي. په دې کې يو شمېر يواځې اسعار تبادله کوي او ځينې نورې بيا د اسعارو د تبادلې ترڅنګ د پيسو حواله کولو خدمات هم لري.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG