د لاس رسي وړ اتصالات

دیني عالمان په انتخاباتو کې د ښځو ګډون جایز ګڼي


Afghanistan Election
Afghanistan Election
په خوست کې ديني عالمانو ويلي چې په ټاکنو کې د ښځو ګډون پوره جواز لري او له خلکو غواړي چې ښځو ته په ټاکنو کې د برخې اخیستو حق ورکړي.

د خوست ولایت يو شمېر دیني عالمانو د اسلام له نظره په ټاکنو کې د ښځو د ګډون په اړه د يوه جوړ شوي يو ورځني کنفرانس په ترڅ کې په ټاکنو کې د ښځو ګډون مهم او پوره جايز وباله.

په دغه کنفرانس کې ګڼ شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو، په لسګونو ښځو، د ښځو فعالانو او د مدني ټولنو غړو ګډون کړی و.

د دې ولايت یو تن دیني عالم مولوي نصرالله قاسمي د کنفرانس ګډونوالو ته وویل چې د اسلام دین ښځو ته په ټاکنو کې د ونډې اخيستو او د رايې ورکولو پوره حق ورکړی دی.
نوموړی وايي ټولټاکنې د یوه مشروع حکومت د رامنځته کولو بنسټيز اصل دی چې پر همدې بنسټ ښځې او نارينه ټول حق لري چې په ټاکنو کې يو شان برخه واخلي او خپل راتلونکی په خپله وټاکي.

مولوي نصرالله قاسمي له خلکو غوښتنه وکړه چې د خپلو ښځو لپاره د رايې کارتونه واخلي او په پراخ ډول په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي. هغه په دې اړه داسې وویل،، که ديني عالمان په جوماتونو او کليو کې خلکو ته ووايي چې د ښځو راايستل او د رايې اچول جواز لري، نو په سلو کې به اتيا فيصده خلک دې ته حاضر شي چې په ټاکنو کې خپلو ښځو ته د ګډون اجازه ورکړي او خپل امانت به ادا کړي،،.

ځينې نور ديني عالمان هم وايي چې د اسلام مبارک دين په ټاکنو کې د ښځو له ګډون سره هيڅ ډول مخالفت نلري. دوي زياتوي لکه څه ډول چې نارينه د دې حق لري چې خپل ولسمشر وټاکي، همدا ډول ښځې هم د ټولنې د يوې برخې په توګه د رايې ورکونې حق لري.

په خوست کې ښځې د انتخاباتو په هکله ډیر کم معلومات لري

خو د خوست د ښځو د ټولنې یوه تنه فعاله مریم وايي چې په دغه ولایت کې ډېرې کمې ښځې د ټاکنو په اړه معلومات لري او په هغه ډول چې لازمه ده د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ښځو لپاره عامه پوهاوی نه دی کړی.

هغې همدا شان له خلکو هم غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو په ورځ ښځو ته اجازه ورکړي چې د رايې اچونې مرکزونو ته لاړې شي او خپله رایه د خپلې خوښې کاندید ته ورکړي. هغه داسي وویل ،،زما له نظره پرته د خوست له مرکزه د نورو سيمو ښځې د ټاکنو په اړه هيڅ ډول معلومات نلري. له نارينه ووغوښتنه کوو، هغه څه چې په مرکز کې اوري، هغه په خپلو کورونو کې له ښځو سره شريک کړي او بايد ولسمشر په خپله وټاکي،،.

د دغه ولايت د ښځو د چارو يو بله تن فعاله مېرمن کامله اکبري بيا وايي، چې د ښځو د عامه پوهاوي لپاره تر ټولو غوره دا ده، چې ولسواليو ته د عامه پوهاوي ګرځنده ډلې ولېږل شي او د انتخاباتو پر ارزښت ښځې وپوهوي.

هغې د ټاکنو له دفتره دا هم وغوښتل چې د ملاامامانو او قومي مشرانو له لارې خلک دې ته وهڅوي چې ښځو ته په ټاکنو کې د ګډون اجازه ورکړي. ،،دوي بايد ولسواليو ته ګرځنده ټيمونه ولېږي، چې ښځې د ټاکنو په اړه معلومات تر لاسه کړي. زموږ ډېری خويندې لا تراوسه هم کارتونه نلري، ځکه چې د کارتونو د توزيع مرکزونه د ولسواليو په ودانيو کې وو، چې ښځو ورته لاسرسی نه لاره،،.

د خوست ولايتي حکومتي چارواکي هم وايي چې په مرکز او ټولو ولسواليو کې د رايې اچونې د مرکزونو امنيت خوندي دی چې د سړيو تر څنګ ښځې هم په ډاډه زړه کولای شي، دغه مرکزونو ته ته لاړې شي او خپله رايه وکاروي.

په خوست کې د رايې اچونې ۱۸۶ مرکزونه حساب شوي، خو د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ وايي، چې يواځې د ګوتو په شمېر مرکزونه له لوړ امنيتي تهديد سره مخ دي.
ټاکل شوې چې د وري یا حمل په شپاړلسمه نېټه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.
XS
SM
MD
LG