د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې په خپل سر د نشه کوونکو درملو په خرڅلاو بندیز


خوست د صحي چارواکو اقدام
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:11 0:00

خوست د صحي چارواکو اقدام

د خوست ولایت د عامې روغتيا رياست وايي چې په دغه ولايت کې يې په خپل سر د نشه کوونکو درملو په خرڅلاو بنديز لګولی دی.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ګل احمد شاه لکڼوال خبرداری ورکړی که هر درملتون د ډاکټر له نسخې پرته په خپل سر نشه کوونکي درمل وپلوري د فعاليت جواز به ورڅخه واخیستل شي.

ښاغلي لکڼوال وويل: " یو شمير کلينيکونه تړل شوي او د ښاروالۍ په وسيله جريمې شوې دي، چې بيا دا عمل تکرار نه کړي. که چېرې کوم کس له نسخې پرته نشه راوړونکي درمل وپلوري، د درملتون د فعاليت جواز هم ترې اخيستل کېږي."

د خوست اوسېدونکي پر یو شمیر درملتونونو انتقاد لري او وايي د ډاکټر له نسخې پرته نشه کوونکي درمل پلوري.

د ځينو سرچينو په وينا په نشه يي توکو هغه روږدوي کسان، چې هېروئين، اپين او د شېشې کرېسټال نشي توکي نشي تر لاسه کولای، د خوست ښار له ځينو درملتونونو څخه نشه کوونکو درمل اخلي.

ددې ولايت يو شمېر اوسېدونکي د روغتيا د سکتور پر دولتي مسوولينو ټينګار کوي، چې په خپل سر د نشه کوونکو درملو د خرڅلاو د مخنيوي لپاره لا نور هم جدي شي.

د خوست يوه اوسېدونکي لسان الدين په دې اړه امريکاغږ ته وويل: ”هغه څوک چې نشه يي توکي څکوي، مور او پلار ترې په عذاب وي، قاتل وي، غلا کوي او لارې شکوي. موږ او تاسې بايد د دوی مخه ونيسو‟.

د روغتيا پالانو په وينا په درملتونونو کې په خپل سر د نشه يي درملو خرڅول، سربېره پر دې چې له روږدو کسانو سره مرسته ده، په جامعه کې د نورو ځوانانو د اعتياد لامل هم ګرځي.

XS
SM
MD
LG