د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست خلک په لوړ کیفیت انټرنیت غواړي


صالح همدرد په خوست ښار کې د بنجاره توکو پلورنځی لري. دی په بهر کې ددغو توکو د اخيستلو او واردولو لپاره له انټرنېټ نه ګټه اخلي، خو وايي چې د انټرنېټ ټيټ کيفيت ورته سرخوږی جوړوي.صالح همدرد اشنا راډيو ته وويل، چې له همدې امله په ګڼ شمېر مواردو کې د توکو اخيستل او له هغه ځايه يې بيا راواردل له خنډ او ځنډ سره مخ کيږي.

هغه وويل:”له 2G نه 3G ته خدمات واوښتل او کولای شي چې بيا يې 4G ته واړوي خو نه يې کوي. په کابل کې 4G شته خو په ولايتونو کې نشته‟.

د اکتوبر ۲۹ د انټرنېټ نړيواله ورځ ده او هر کال د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې نمانځل کيږي، په داسې حال کې چې د انټرنېټ ټيټ کيفيت او لوړې بيې لا هم په افغانستان کې يوه جدي ستونزه بلل کيږي.

د خوست اوسېدونکی وحيدالله وايي، سربېره پر دې چې د انټرنېټ کيفيت ټيټ دی، مصارف يې هم ډېر دي. دی د مخابراتو او معلوماتي تېکنالوجۍ له دولتي مسؤلينو څخه د لا ډېرې توجه غوښتنه کوي.

ډول دا مهال په افغانستان کې ۱۶ ميليونه وګړي انټرنېټ کاروي
ډول دا مهال په افغانستان کې ۱۶ ميليونه وګړي انټرنېټ کاروي

نوموړی وايي:”زده کوونکی يا محصل چې له انټرنېټ نه معلومات يا کوم پروګرام را اخلي، ډېر له ستونزو سره مخ وي. بل د نورو هېوادنو په پرتله مصارف ډېر دي. دلته خلک اقتصادي مشکل ډېر لري‟.

د معلوماتو له مخې په ټوليز ډول دا مهال په افغانستان کې ۱۶ ميليونه وګړي انټرنېټ کاروي، مګر نيوکه دا ده چې د مخابراتي پوښښ د محدوديت له کبله د لېرې پرتو سيموځينې خلک له انټرنېټه بې برخې دي.

د خوست يو شمېر اوسېدونکو په وينا، په لېرې پرتو سيمو کې انټرنېټ ته د نه لاسرسي له وجهې، خلک د هېواد او دغه راز د نورې نړۍ په اړه معلوماتو ته په خپل وخت لاسرسی نه لري.

د صبريو ولسوالۍ اوسېدنکی سعيد وويل:”زموږ په ساحه کې مخابراتي شبکې انټرنېټي خدمات نه لري. موږ له مسؤلو دولتي چارواکو څخه غوښتنه کوو چې لازم اقدامات وکړي‟.

دا مهال په خوست کې د مختلفو مخابراتي شبکو ۲۱۰ انتنونه حساب شوي، چې ددغه ولايت د مخابراتو او معلوماتي تېکنالوجۍ د رئيس په وينا زياتره يې د انټرنېټ 3G خدمات وړاندې کوي.

رئيس انجنير محمدعارف احمدزي اشنا راډيو ته وويل، له دې امله چې انټرنېټ ته د خلکو اړتيا ورځ په ورځ مخ پر زياتېدو ده، دا د انټرنېټ پر سرعت نېغ په نېغه اغېز لري.

نوموړي وويل:”موږ کوښښ دا کوو چې د خلکو تقضا ته ښه ځواب وويلای شو، نو ښه خبره دا ده، چې هغه سايټونه چې ټو جي دي هغه تري جي ته واوړي او تري جي 4G ته واوړي‟.

په ټوله کې افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی، چې انټرنېټ په کې ډېر کمزوری دی. سينګاپور، هانګ کانګ، آئيس لېنډ، جنوبي کوريا، د امريکامتحده ايالات او يو شمېر نور هېوادونه د نړۍ تر ټولو تېز سرعت لرونکی انټرنېټ کاروي.

XS
SM
MD
LG