د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د نيالګيو کښېنولو درې ورځنۍ ميله او حشر


د زرغون خوست په نوم دغه ميله او اشر چې درې ورځې دوام کوي، د سلګونو خلکو په ونډې اخيستنې سره د نيالګيو په کښینولو پيل شوه. په دې حشر کې پر دولتي مامورينو سربېره د ټولنې مختلف قشرونه ګډون لري.

دا ميله د خوست ښار شمالي لويديځ لور ته د تفريحي پارک پر تپه جوړه شوې. سندرغاړي جاويدامرخېل د ميلې د ګډونوالو د تشويق لپاره سندرې وويلې او خلکو بيا د هېواد د سمسورتيا لپاره نيالګي کېنول.

د خوست ښاروال انجنير عبدالبصير محمدزي اشنا راډيو ته وويل، چې ددې حشر په ترڅ کې به د ښار په بېلا بېلو تفريحي سيمو او ښوونځيو کې تر ۳۰ زر زیات غيرمثمر او زينتي نيالګي کېنول شي.

هغه زياته کړه، چې ونو ته يې د اوبو رسولو شبکه فعاله کړي، خو ويې ويل چې د ټولنې هر وګړی د خپلې سيمې او چاپيريال ساتنې لپاره له نيالګيو څخه د ساتنې او پالنې مکلفيت لري.

د خوست والي محمد حليم فدايي چې د يادې ميلې د پرانستو مراسمو ته يې خبرې کولې، له خلکو وغوښتل چې د هېواد د سمسورتيا او دغه راز د ککړې هوا د مخنيوي لپاره دې په خپلو سيمو کې نيالګي کښېنوي.

په ورته وخت کې د خلکو نيوکه دا ده چې يو شمېر نيالګيو ته په کافي اندازه د اوبو د نه رسېدو له وجهې وچېږي، خو دولتي مسوولين وايي چې کېنول شويو نيالګيو ته يې په وخت اوبه رسولو بندوست کړی دي.

XS
SM
MD
LG