د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشر غني په مالي مرسته د خوشحال خټک دیوان چاپ شو


د پښتو د نامتو شاعر خوشال خان خټک د اشعارو دیوان په کابل کې چاپ شوی دی.

دغه اثر چې د لیکوال او څېړونکي حبیب الله رفیع په زیار چاپ شوی اوس د افغانستان په کتابتونونه کې شته.

استاد رفیع وایې چې دغه دیوان د خوشحال خان خټک په لاس لیکل شوی دی او هغه یې څلوېښت کاله مخکې په "پښتو ټولنه" کې موندلي و.

استاد رفیع وايې چې خوشال خان خټک خپل دیوان تر خپلې مړینې پنځه میاشتې او څلور ورځې مخکې بشپړ کړی و.

دغه افغان لیکوال وایې چې د خوشال خان خټک په چاپ شویو دیوانونو کې لاسوهنې شوي، خو نوی چاپ شوی دیوان یې له غلطیو پاک دی.

په پام کې ده چې د دیوان د لومړي ټوک تر چاپ وروسته په درېو نورو ټوکونو کې د خوشحال خان خټک کلیات چاپ شي او ورسره به د ښاغلي رفیع لیکلی نومښود او قاموس هم بازار ته ووځي.

‫استاد رفیع وايې چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي ټوک د چاپ کولو لګښت ورکړی او ژمنه یې کړې چې د نورو ټوکونو د چاپ پېسې ورکوي.

د خوشحال خان خټک د شعرونو دیوان چاپ شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:45 0:00

XS
SM
MD
LG