د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د اختطاف‌کوونکو د شبکې نیول؛ یوه درې‌ کلنه نجلې وژغورل شوه


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې افغان ځواکونو د کابل ښار په شپاړسمه ناحیه کې د اختطاف‌کوونکو یوه اته کسیزه شبکه نیولې ده.

دغه ریاست د پنجشنبې په ورځ فبروري ۱۱مه (سلواغه ۲۳) په یو بیان کې ویلي چې دغه شبکه تیره ورځ د ملي امنیت ریاست د منسوبینو د پلان شویو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوې او د مریم په نوم یوه درې کلنه ماشومه چې دغو کسانو تښتولې وه بېرته ژغورل شوې.

د افغانستان ملي امنیت ویلي چې اختطاف کوونکو د تښتول شوې ماشومې له کورنۍ څخه د هغې د خوشې کولو په بدل کې پیسې غوښتې وې.

په بیان کې راغلي: "د اختطاف کوونکو دغه ډله د همایون په مشرۍ وه او د عثمان، حبیب الرحمن، محمد عارف، رحمت الله، زړګی، فریدون او صدام په نوم اوه تنه یې غړي و چې درې کلنه مریم یې تښتولې وه او له کورنۍ څخه یې د هغه د خوشې کولو په بدل کې ۴۰زره ډالره غوښتي و".

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په داسې حال کې په کابل کې د اختطاف کوونکو د شبکې د نیولو خبر ورکړی چې په بلخ ولایت کې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې یو ۹ کلن ماشوم د اختطاف‌چیانو په بند کې دی او د ژغورنې لپاره یې هڅو هیڅ نتیجه نه ده ورکړې.

د دغه ماشوم د ازادولو او د کورنۍ لپاره یې د عدالت‌غوښتنې په موخه یو شمیر اعتراض کوونکو د پنجشنبې په ورځ په بلخ کې د حیرتانو بندر، په کندز کې د شیرخان بندر او د جوزجان – بلخ لویه لاره د ترافیکو په مخ وتړله.

اعترض‌کوونکو خبرداری ورکړی که حکومت یې غوښتنو ته پاملرنه ونکړي، خپلو مدني اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

د بلخ والي فرهاد عظیمي ویلي چې تیره شپه د دغه ماشوم د ژغورنې لپاره اته ځل عملیات شوي چې په کې د بهرنیانو په ګډون د داعش ډلې یو شمیر جنګیالي نیول شوي دي.

د بلخ والي په دې اړه نور معلومات ورنکړل.

XS
SM
MD
LG