د لاس رسي وړ اتصالات

د سومالیا پر یو هوټل ډله ایز مرگونی برید پای ته ورسید


د الشباب ترهگرې ډلې جنگیالي - ارشیف
د الشباب ترهگرې ډلې جنگیالي - ارشیف

د سومالیا په جنوب کې پر یو هوټل باندې ډله ایز برید چې په کې د بهرنیانو په گډون لږ تر لږه ٢٦ تنه وژل شوي پای ته رسیدلی دی.

مقاماتو ویلي چې لومړی د هوټل په دروازه کې ځانمرگی برید وشو او بیا لږ تر لږه څلور بریدگر چې د "الشباب" ترهگرې ډلې پورې مربوط وو هوټل ته ننوتل.

دغه برید د سومالیا په جنوب کې د کسمایو په سرحدي ښار کې د جمعې په شپه پیل شو او څه دپاسه ١۴ ساعته یې دوام درلود.

سومالیایي مقاماتو ویلي چې د وژل شویو په منځ کې دوه امریکایان او یو بریتانوی شامل دي. همداشان یو سومالیایي الاصله کاناډایي خبریال هم د مړو په ډله کې دی.

دغه هوټل چې برید پرې شوی په کې معمولا د سومالیا دولتي مقاماتو او سیاستوالو لیدنه کتنه کوله.

سومالیایي مقاماتو د اسوشیتیدپرس او فرانس پرس خبري اژانسونو ته ویلي چې ټول بریدگر د امنیتي قواو له خوا دننه په هوټل کې وژل شوي دي.

د الشباب ډلې ددغه برید مسؤلیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG