د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې په شمال کې د ترکیې پلوه او کردي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې ۳۷ تنه وژل شوي


د سوریې په شمالي منبج سیمه کې ترکي پلوه ځواکونه
د سوریې په شمالي منبج سیمه کې ترکي پلوه ځواکونه

د سوریې په شمالي منبج سیمه کې د پنجشنبې په ورځ، جنورۍ نهمه (مرغومي ۲۰) د ترکیې د هوایي ځواک د ملاتړ څخه برخمنو ترکي پلوه ځواکونو او د کُردانو په مشرۍ ځواکونو ترمنځ جګړه کې ۳۷ تنه ووژل شول.

دغه تازه جګړه په داسې حال کې رامنځته شوې چې متحده ایالاتو د چهارشنبه په ورځ جنورۍ اتمه وویل، چې په سوریه کې د ترکیې اندیښنو ته د ځواب ویلو لپاره کار کوي، ترڅو د ناتو متحد هیواد ترکیه د کرد جنګیالیو پر وړاندې د عملیاتو له پراخولو څخه ډډه وکړي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې "د منبج په سیمه کې په تیرو څو ساعتونو کې د کردانو په مشرۍ د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو او د سوریې د ملي پوځ د واحدونو ترمنځ چې د ترکیې له ملاتړ څخه برخمن دي، د سختې جګړې رپوټ ورکړی دی".

په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې چې په سوریه کې دننه سرچینې لري، وویل: "په بریدونو کې د لومړنیو شمیرو له مخې ۳۷ کسان وژل شوي." دوی وایي اکثر تلفات ترکیې پلوه ځواکونو ته رسیدلي، خو د کُردانو په مشرۍ ځواکونو شپږ جنګیالي او پنځه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د څار دغه ډل وايي، له تېرې میاشتې راهیسې د منبج په سیمه کې په جګړو کې لږ تر لږه ۳۲۲ کسان وژل شوي دي.

د کردانو په مشرۍ ځواکونو مشر، مظلوم عبدي، چې د امریکا له ملاتړ څخه برخمن دي، د چهارشنبې په ورځ، وویل چې د هغه ډله د "سوریې د خاورې د یووالي او بشپړتیا" ملاتړ کوي. د فرانس پرس اژانس ته په یو لیکلي بیان کې، هغه د سوریې پر نویو چارواکو غږ وکړ چې "په ټوله سوریه کې د اوربند د رامنځته کیدو لپاره مداخله وکړي".

عبدي دا څرګندونې وروسته له هغه کړي چې هغه د تیرې میاشتې په وروستیو کې د کرد مشرانو او د دمشق د مقاماتو ترمنځ یوه "مثبته" غونډه وبلله.

د سوریې په شمال کې ترکي پلوه ځواکونو او د کردانو په مشرۍ ځواکونو پداسې حال کې جګړې ته دوام ورکړی چې د نومبر په ۲۷ اسلامپالو یاغیانو بریدونه پیل کړل او یوازې ۱۱ ورځې وروسته یې د سوریې ولسمشر بشار الاسد له واکه وپرځاوه.

د انقرې پلوې ډلې په شمالي حلب ولایت کې پداسې حال کې د کردانو تر کنټرول لاندې منبج او تل رفعت سیمو په نیولو بریالۍ شوي چې متحده ایالاتو په مشرۍ د منبج په سیمه کې د اوربند لپاره هڅې روانې وې.

د چهارشنبه په ورځ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې ترکیه په سوریه کې د کردستان د کارګرانو ګوند (پې کې کې) وسله والو په اړه "مشروع اندیښنې" لري او په دې هیواد کې یې د یو پریکړه لیک غوښتنه کړې چې پکې د "بهرنیو ترهګرو جنګیالیو" وتل هم شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG