په اوکراین کې چارواکو د شنبې په ورځ (سپټمبر ۱۲) وویل چې د روسیې په بریدونو کې پنځه ملکي کسان وژل شوي او په لس ګونه نور ټپیان شوي دي.
روسیې د ژمنې تر رارسیدو مخکې پر اوکراین باندې فشارونه زیات کړي او پر هغه هیواد یې د مزایلو او د جت الوتکو په انجونونو د سمبالو ډرون الوتکو بریدونه جاري ساتلي دي.
د اوکرایني چارواکو په وینا، دوه کسان په ژاپورژیا، یک کس په کرفیره او دوه نور هم د ژیتومیر په سیمه کې پر یوه دکان په برید کې وژل شوي دي.
تور سمندرګي ته څیرمه د اودیسه په بندر کې هم د تیرې شپې په بریدونو کې ۳۵ کسان ټپیان شوي دي.
د اودیسه بندر یوه سیمه ییز چارواکي د روسیې برید "پراخ" بللی او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې د استوګنې یوه ودانۍ په نښه شوې چې پورتنۍ پوړونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
بلخوا د جمعې په ورځ د روسیې په ساراتوف ښار کې د ازون په نامه پر یوه ګدام د اوکرایني ځواکونو د برید راپور ورکړل شوی دی.
روسیې چارواکو هم منلې ده چې پر دغه ګدام د اوکراین د ډرونونو د برید له امله لویه اور لګیدنه رامنځ ته شوه او د ګدام یو شمیر برخې زیانمنې شوي دي.
تر دې یوه ورځ مخکې هم د اوکراین چارواکو ویلي وو چې د هغه هیواد په پلازمینه کیف کې د تیلو پر دوو ستیشنونو د روسیې په بریدونو کې دوه کسان ووژل شول.
د اوکراین د بېړنیو حالاتو دولتي ادارې وویل، د اوکرنفتا په نوم د تېلو او ګازو شرکت دوه ستیشنونه د کیف په ډنیپروفسکي او اوبولونسکي ناحیو کې د لسو دقیقو په توپیر په نښه شول. د څارنوالۍ دفتر ویلي چې په یوه پېښه کې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د کیف ښاروال ویټالي کلیچکو په ټیلیګرام کې وویل چې اته کسان ټپیان شوي، چې شپږ یې روغتونونو ته لېږدول شوي دي. اوکرایني چارواکي وايي چې پر تیلو ډکولو مرکزونو، زیرمو او دوکانونو دا ډول بریدونه د ملکي وګړو د ډارولو لپاره ترسره کیږي.
د سیمه ییزې ادارې مشر واډیم فیلاشکین په ټیلیګرام کې وویل، د جمعې په ورځ د غرمې په شاوخوا کې د ختیځ ډونیتسک په سیمه کې د روسیې یوې بې پیلوټه الوتکې پر یوه امبولانس برید وکړ چې له امله یې یو روغتیایي کارکوونکی ووژل شو او دوه کسان ټپیان شول.
د لوېدیځو استخباراتي راپورونو له مخې، دې جګړې روسيې ته درانه زیانونه اړولي دي. د برېتانیا د دفاعي ځواکونو لوی درستیز، ریچارډ نایټن، د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې په اوکراین کې له ۵۰۰ زره څخه ډېر روسي سرتېري وژل شوي دي، چې دا د ۱.۵ میلیونه تلفاتو یوه برخه ده.
هغه وویل چې روسیې همدارنګه له ۱۰ زره څخه ډېر زغره وال او محافظت شوي موټرونه، نږدې ۳۰۰۰ توپچي او هوایي دفاعي سیسټمونه، او له ۳۷۰ څخه ډېرې الوتکې او هلیکوپټرې له لاسه ورکړي دي.
نوموړي د اوکراین د تلفاتو په اړه معلومات ونه ورکړل. مسکو هم په دې اړه څه ندي ویلي، د یادونې وړ ده چې هېڅ یو لوری هم په منظمه توګه د جګړې د ډګر د خپلو تلفاتو راپور نه ورکوي.
فورم \ دبحث خونه