د لاس رسي وړ اتصالات

الظواهري څنګه ووژل شو؟


سره لدې چې متحده ایالاتو د القاعده د مشر ایمن الظواهري په سر د ۲۵ ملیون ډالرو انعام ایښی و خو په افغانستان کې د طالبانو واک اخیستو څخه وورسته د القاعدې دا مشر په ښکاره توګه دومره ډاډه و چې په کابل کې د خپل کور برنډې ته څو ځله راوته.
د امریکا حکومت د هغه پسې د ۲۰۰۱ کال راپدیخوا چې په امریکا ترهګریز بریدونه وشول، ګرځیده.

د څو کالونو تعقیب وروسته امریکایي ځواکونو د القاعده دا مشر په کابل کې ولید او د (Hellfire) یا دوزخ اور دوه توغندي یې د یوې بې پیلوټه الوتکې څخه د هغه په کوټې وار کړل.
امریکایي چارواکي وایي چې د عملیاتو دا پلان په هماغې اندازې دقیق جوړ شوی و لکه څومره چې په ۲۰۱۱ کال کې په پاکستان کې د اسامه بن لادن د وژل کیدو لپاره عملیات پلان شوي و.

د امریکا د حکومت یو جګپوړي چارواکي خبریالانو ته وویل چې د څو کالونو راپدیخوا په یوې شبکې خبر و چې د الظواهري سره یې مرسته کوله.

د امریکا استخباراتو په همدې روان میلادي کال کې خبر تر لاسه کړ چې الظواهري د خپلې کورنۍ، میرمنې، لور او لور د ماشومانو سره کابل ته کډه شوی.دې چارواکي وویل چې څو ځله الظواهري د کور په برنډې کې لیدل شوی.

د الظواهري په کور د برید پلان د سږ کال د مې او جون په میاشتو کې ترتیب شوی و. متحده ایالاتو په دوامداره توګه هغه کور چې څو پوړه لري او الظواهري پکې د خپلې کورنۍ سره اوسیده، ارزیابي کاوه چې معلومه کړي د هغه د کورنۍ غړي څه ډول ژوند کوي.

امریکایي چارواکو غوښتل د کور دننه په جوړښت پوه شي ځکه پلان دا و چې یوازې په هماغې برخې برید وشي چې الظواهري پکې دی او بل چا ته زیان ونه رسیږي.

د امریکا دفاعي او استخباراتي چارواکو د برید پلان د جون په میاشت کې نهایي کړ او د جولای میاشتې په لومړې نیټې یې جمهور رئیس بایډن ته سپینې ماڼۍ ته واستاوه.

جمهور رئیس بایډن د کورن د جوړښت، هوا اړوند موضوعاتو او ملکي مرګ ژوبلې په هکله تر پوښتنو او معلوماتو اخیستو وروسته د جولای په ۲۵مه پداسې حال کې چې د کرونا ویروس نیولی و، د برید کولو اجازه ورکړله.

د الظواهري د وژلو لپاره هیڅ امریکایي سرتیری افغانستان ته ندی تللی. برید د کابل پر وخت د یکشنبې د سهار په ۶ بجو او ۱۸ دقیقو شوې. یوې بې پیلوټه الوتکې د دوزخ اور په نامه دوه توغندي چې په دقیقه توګه خپل هدف ولي، وار کړل.

چارواکي وایي چې الظواهري د کور په برنډې کې وژل شوی.

امریکایي چارواکي وایي چې د برید پر وخت د ظواهري د کورنۍ غړي په کور کې و خو برید په دومره دقیقه توګه شوی چې د کورنۍ غړیو ته یې زیان ونه رسیږي.

XS
SM
MD
LG