د لاس رسي وړ اتصالات

کېم جانگ اون: د اټومي وسلو تکمه زما پر میزده


د شمالی کوریا مشر نن د ٢٠١٨ م کال د جنوری په اوله په یوه نامعلوم ځای کې په کلنۍ وینا کې وویل امریکا دې پوه شي چې د شمالي کوریا اټومي قواوې اوس یو واقعیت دی، نه گواښ.
د شمالی کوریا مشر نن د ٢٠١٨ م کال د جنوری په اوله په یوه نامعلوم ځای کې په کلنۍ وینا کې وویل امریکا دې پوه شي چې د شمالي کوریا اټومي قواوې اوس یو واقعیت دی، نه گواښ.

د شمالي کوریا ولسمشرکیم جانگ اون په بې سارې توگه له جنوبي کوریا سره د نظامي تشنج د کمولو خبره اړینه وبلله او ددغه هېواد په ژمنیو لوبو کې ېې د گډون هیله څرگنده کړله.

د شمالي کوریا ولسمشر امریکا ته د یوه تازه خبرداري په ترڅ کې ویلي دي چې د اټومي وسلو تکمه یې د میز پر سر پرته ده.

د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون نن د نوي عیسیوي کال په مناسبت په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل چې واشنګټن به هیڅکله ددې وس ونلري چې د ده دهیواد پر ضد وسله پورته کړي. جمهور رئیس ټرمپ تیر کال په ملگرو ملتونو کې ویلي وو، چې په شمالي کوریا به اور بل کړي.

شمالی کوریا یو اټومي واقعیت دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00

نن ددوشنبی په ورځ د شمالی کوریا مشر کیم جانگ اون په خپله کلنۍ وینا کې وویل دوی خپله تاریخی دنده چې د شمالی کوریا لپاره د اټومي قواو بشپړول وو، پایته ورسوله. هغه وویل شمالی کوریا اوس ددې قابلیت لری چی دامریکا ستره برخه په خپلو اټومي وسلو وویشتلی شي

دشمالی کوریا ولسمشر کیم جانگ اون وویل: متحد ایالات به هېڅکله ددې وړتیا ونلري چې زما پر خلاف او زما د هېواد پر خلاف جگړه وکړي.

دشمالی کوریا ولسمشر کیم جانگ اون زیاته کړله: ټوله امریکا اوس زموږ د اټومی وسلو په برد کې شامله ده او د اټومی وسلو تکمه هروخت زما پرمیز وي. دا یو واقعیت دی، چاته گواښ ندی.

شمالی کوریا دقاره پیما توغنديوشپږمه ازموینه د تیرکال د سپتمبر په مېاشت کې هم وکړله او د نړۍ والو بندیزونو پرواېې ونکړله.

کیم جانگ اون په دې خبرهټینگار وکړچی له جنوبی کوریا سره د نظآمی جنجال کمول اړین کاردی. ددې لپاره چی له هغوې سره اړیکی ښې کړی نو د ژمي په لوبو کې به د گډون لپاره خپل هیئت ور ولیږي.

دشمالی کوریا ولسمشر په دې اړه وویل هغه ژمنۍ لوبې چې په جنوبی کوریا کې کېږي، ښه فرصت دی او موږ د زړه له کومي هیله من یو... او دیته چمتویوچی په دې اړه ډیر گامونه اوچت کړو او خپل هیئت ورولیږو. پکارده ددواړو کوریا گانو چارواکی په دې برخه کې له یوبل سره په بیړه وگوري چې پرامکاناتو ېې خبرې وکړی.

دالوبې په جنوبی کوریا کې د فبروری په میاشت کې کېږی. جنوبی کوریا د د شمالی کوریا دمشر کیم جانگ اون ددې خبرې هرکلی کړی دی چې جنوبی کوریا ته د پې یون چانگ دلوبو په اړه خپل استازی ورلیږي.

د جنوبی کوریا ولسمشر مون جې ان وویل د شمالی کوریا گډون به په دې لوبو کې د لوبو د امنیت لپاره گټور کار وي. هغه تیره میاشت وړاندیز وکړ چې جنوبي کوریا او واشنگټن خپل ستر نظامی تمرینات وځنډوی.

دشمالی کوریا خلکو د خپلو مخکینیو مشرانو کیم جانگ ال او کیم ال سنگ د ستر مجسمو په مخکې دنوي کال د دودسره سمد اطاعت او احترام په توگه د گلانو گیډۍ کېښودلی.

د شمالی کوریا یوځايي اوسیدونکی وايي: زه په هغه څه چې تیرکال مووکړل ویاړکوم .ماولیدل چې زموږ محترم ستر مشر کیم جانگ اون د نوي کال په مناسبت څه وویل. زه ېې په نوي کال کې کار ته سخت وهڅولم.

ددرناوي او ویاړ د څرگندولو ترڅنگ د شمالی کوریا خلک په دې کې ډیر احتیاط کوی چی دخپل مشر په وړاندې څه ډول خبرې وکړي.

د شمالی کوریا یوه ځايی اوسیدونکې وايي: زه خوشاله یم چې له ماشومانو سره د نوي کال په ورځ په دودیزو لوبو کې برخه اخلم. زموږ ددرانه مشر له کبله به زموږ دماشومانو راتلونکې روښانه وي.

جنوبی کوریا د د شمالی کوریا دمشر کیم جانگ اون ددې خبرې هرکلی کړی دی چی جنوبی کوریا ته د پې یون چانگ د لوبو لپاره خپل استازی ولیږي.

له بل پلوه د شمالی کوریا د توغندیو د پروگرام له امله د دواړو کوریاگانو ترمنځ جنجال روان دی. شمالی کوریا د ملگرو ملتونو د پریکړه لیکونو په وړاندې مقاومت څرگندوي او د اټومي وسلو او توغندیو ازموینو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG