د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي کوریا مشر: مسکو به د اوکراین سره په جګړه کې 'لویه بریا' ترلاسه کړي


د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون، روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې نن چهارشنبې د سپټمبر ۱۳ ( وږي ۲۲) له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د وستوچیني‌ په فضايي اډې کې د کتنې پر مهال د روسیې د "عادلانه جګړې" څخه خپل ملاتړ څرګند کړ، او ویې ویل چې روسیه به د خپلو دښمنانو پر وړاندې 'لویه بریا' خپله کړي.

پدغه کتنه کې د شمالی کوریا مشر کیم جونګ اون، مسکو ته د خپل هیواد د "بشپړ او غیر مشروط ملاتړ" ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې پیونګ یانګ به تل د "امپریالیزم ضد" جبهې کې د مسکو تر څنګ ولاړ وي.

کیم وویل: "موږ ډاډه یو چې د روسیې پوځ او خلک به په عادلانه جګړه کې د هغو شر خوښونکو ډلو ته د سزا ورکولو لپاره چې د ځواک، پرمختګ او ځان ځاني په لټه کې دي او همداراز د دوامداره پراختیا لپاره د چاپیریال په رامنځته کولو کې لویه بریا ترلاسه کړي."

د شمالي کوریا مشر پوتین ته وویل: "زه په کلکه باور لرم چې د روسیې پوځ او خلک به بریا خپله کړي او په دوو جبهو (پوځي عملیات او د یو پیاوړي ملت جوړولو ) کې به خپل سپیڅلی هوډ او عزت څرګند کړي."

د روسیې دولتي خبري اژانس RIA په حواله، د دواړو مشرانو ترمنځ خبرې له څلورو تر پنځو ساعتونو پورې روانې وې. پوتین د روسیې دولتي ټلویزیون ته ویلي چې د شمالي کوریا مشر به د روسیې په ختیځ کې له دوو نورو ښارونو هم لیدنه وکړي.

د راپورونو له مخې، کیم جونګ اون او ولادمیر پوتین، ښايي له شمالي کوریا څخه روسیې ته د وسلو د لېږلو په اړه خبرې کړې وي، چې د امریکا د چارواکو په خبره، ښايې مسکو یې په اوکراین کې د ملکي بنسټونو په نښه کولو لپاره وکاروي. خو شمالي کوریا او مسکو دواړه دا ډول ادعاوې ردوي.

شنونکي وايي چې شمالي کوریا ښايي د پخواني شوروي د دورې لسګونه میلیونه توغندي او راکټونه ولري چې کولی شي د اوکراین په جګړه کې د روسیې له پوځ سره ډېره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې، د شمالي کوریا مشر تمه لري چې ددغه مرستې په بدل کې به پیونګ یانګ د خپل استخباراتي سپوږمکۍ او اټومي اوبتل لپاره پرمختللې ټکنالوژۍ او همدارنګه د دې بې وزله هیواد لپاره د روسیې خوراکي مرستې ترلاسه کړي.

په وروستیو میاشتو کې شمالي کوریا څو ځلې هڅه کړې چې خپل پوځي جاسوسي سپوږمکۍد ځمکې مدار ته واستوي، خو هر ځل ناکامه شوې ده.

د شمالي کوریا له خوا روسیې ته د وسلو د استولو په اړه د امریکا له خبرداریو سره سره، د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د سې شنبې په ورځ (سپتمبر ۱۲مه) وویل چې مسکو او پیونګ یانګ د امریکا خبرداریو ته لېواله نه دي.

د کرملین ویاند وویل چې د شمالي کوریا په ګډون د ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو په جوړولو کې " د واشنګټن خبرداري نه ، بلکې د دواړو هیوادونو ګټې مهمې دي".

بلخوا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان تیره اوونۍ خبردرای ورکړی و که شمالي کوریا روسیې ته د اوکراین په جګړې کې د کار اخیستو لپاره وسلې ورکړي، پیونګ یانګ به یې د عواقبو سره مخ شي.

ښاغلي سولیوان دا څرګندونې داسې مهال کړي چې ټاکل شوې د روسیې او شمالي کوریا مشران د همدې موضوع په هکله ډیر ژر سره وګوري.

د متحده ایالاتو دې جګپوړي امنیتي چارواکي همدارنګه ویلي چې روسیه ښایي د شمالي کوریا څخه په تر لاسه شویو وسلو په اوکراین کې د خوراکي موادو په سرچینو او هغو زیربناوو بریدونه وکړي چې پدې هیواد کې د ژمي په موسم کې د خونو تودولو لپاره ترې کار اخیستل کیږي.

جیک سلیوان وړاندې وویل چې روسیه کوښښ کوي د یو خودمختاره هیواد خاوره ونیسي.

هغه زیاته کړه، "دا به د شمالي کوریا لپاره ښه انعکاس ورنکړي او په نړیوالې ټولنې کې به هغوي (شمالي کوریا) د دې قیمت ادا کړي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG