د لاس رسي وړ اتصالات

ډیر ژر به یوه ستراتیژیکه وسله نړۍ ته وروپیژنو - کیم


د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اون وایي چې هیواد به یې ډیر زر یوه ستراتیژیکه وسله نړۍ ته وروپیژني.

ښاغلي کیم د چهارشنبې په ورځ (جنوری ۱) وویل چې شمالي کوریا اړ نده چې تر دې وروسته د هسته یې وسلو او بالستیک میزایلونو د ازمایښت د ځنډولو پیمان ته ژمنه پاتې شي.

د امریکا او شمالي کوریا تر منځ د هسته یي وسلو مذاکراتو له ځڼډیدو وروسته ښاغلي کیم اخطار ورکړی و چې ډیر ژر به نړیوالو ته د کرسمس ډالۍ ورکړي.

د امریکا ولسمشر بیا د کیم جونګ اون دغه اخطار په ځواب کې ویلي و چې امریکا د هر ډول کرسمس ډالۍ سره غبرګون ښودلو ته تیاره ده.

تیره میاشت شمالي کوریا د امریکا سره د هسته یي وسلو په اړه خبرې اترې بندې کړې او ددغه کار ټوله پړه یې پر واشنګټڼ واچوله. پیونګ یانګ ویلي و چې له دې وروسته به د هسته یي وسلو ازمایښتونه بیرته له سر نه پیلوي.

کیم جونګ اون او دونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال د جون له میاشتې راهیسې درې وارې سره لیدلي خو تر اوسه د شمالي کوریا د هسته یي وسلو تولید ته د یو سوله ایز حل په موندلو نه دي توانیدلي.

د دواړو غاړو ترمنځ اختلاف د تحریمونو او د شمالي کوریا د هسته یي پروګرام له منځه وړلو پر سر دی.

XS
SM
MD
LG