د لاس رسي وړ اتصالات

د 'کاغذپران باز' فلم ممثل وايي تمه لري بیا ورته افغانستان کې د خدمت کولو زمینه برابره شي


عکس: آرشیف
عکس: آرشیف

دا دویم ځل دی چې افغان ممثل علي دانش بختیاري چې د ۲۰۰۷ کال د "کاغذپران باز" په فلم کې نقش لرلو له امله نړیوال شهرت لري، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ تښتي. اول ځل په ۱۹۹۰ لسیزه کې وتلی او دا ځل په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته د هېواد پرېښودو ته اړ شوی.

بختیاري چې دا وخت په امریکا کې زده‌کړه کوي، وايي پدې باور دی چې په افغانستان کې روان وضعیت ډیر دوام نه کوي او تمه لري چې هېواد یې ولسواکه شي او ددې موقع په لاس ورشي چې یو ځل بیا د خپلو خلکو خدمت وکړي.

د لس کلنۍ په عمر، علي دانش بختیاري د کاغذپران باز په فلم کې د سهراب رول لوبولی.

پدې فلم کې، سهراب یو یتیم دی چې سخت تبعیض او بد چلند يي تجربه کړی. مور او پلار يي طالبانو وژلي. د بختیاري په شان یو افغان زیږیدلي هلک ته، د طالبانو په څير خلک له هنره ډير لرې دي. د بختیاري فامیل په ۱۹۹۰ لسیزه کې چې کله طالبان په افغانستان واکمن شوي وو، وتلی و.

په ۲۰۰۱ کال کې د ناټو په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو لخوا له واک څخه د طالبانو د لیرې کولو وروسته، د علي فامیل بیرته هیواد ته ستون شو. ترهغې وروسته علي د کاغذپران باز په څير فلمونو کې د تمثیل کولو موقع هم پېدا کړه. پدې فلم کې د طالبانو د واکمنۍ اصلي انځور څرګند شوی.

خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې چې کله امریکايي عسکر د افغانستان نه ووتل، بختیاري هم د ژوندي پاتې کیدلو لپاره له هیواده ووت

بختیاري وايي: "مونږ به په خبرونو کې اوریدل چې هره ورځ یو ولایت د طالبانو لخوا نیول کیږي. مونږ هیڅ دا تصور نه کاوه چې کابل به دومره په اسانۍ سقوط وکړي."

اوس له دې ویرې چې طالبان به يي په کاغذپران باز فلم کې د هنري کار له امله مجازات کړي، بختیاري د امریکايي تماسونو له لارې د هالیووډ د مشهوره فلم جوړولو کمپنۍ (پارامونت پیکچر) د یو فلم جوړونکي سره تماس نیولی او د مرستې غوښتنه يي کړې.

د بختیاري فامیل وایي، د پارامونت کمپنۍ ورته ترانسپورت برابر کړی و او په هغه بد وضعیت کې يي د یوې مخفي لارې د کاغذپران باز د فلم د یو بل کارکوونکي په شمول، د حامد کرزي هوایي ډګر ته ورسول او الوتکې ته يي پورته کړل.

بختیاري وايي، "د ویرې ډک ژوند کول یوه خبره ده، خو بله ستونزه دا وي چې ناامیدي پیدا کیږي."

د ډیرو افغانانو سره دا ناهیلي زیاته شوې ده. د ملګروملتونو د معلومات له مخې، په ۲۰۲۱ میلادي کال کې، تر یو میلیون ډير خلک د افغانستان نه ووتل.

څیړونکي وایي، د لویدیځ د پاملرنې او غور پرته، د هغو خلکو ناهیلي زیاته شوې چې په افغانستان کې پاتې دي یا هغه خلک چې ګاونډیو هیوادونو ته يي پناه وړې ده.

د نیویارک پوهنتون کې د نړیوالو چارو څېړونکی کریس انکرسین وویل: "هغه پاملرنه چې یو وخت افغانستان ته وه، اوس بلکل نشته. نن سبا هیڅوک د افغانستان په اړه نه غږیږي. حتی د شلو سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو په غونډه کې هم د افغانستان یادونه ونشوه. او د بیاځلي ټاکنو په انتخاباتي کمپاینونو کې هم چا یاد نکړ."

خو بختیاري چې اوس ۲۶ کلن دی، د خپل هیواد راتلونکې ته هیله من دی او وايي: "د افغانستان حکومت به یو ځل بیا باثباته شي. ولسواکي به یو ځل بیا په افغانستان کې رامنځ ته شي. دا ډول حالت ډیر دوام نه کوي."

په عین وخت کې، بختیاري، چې د نیویارک په کولمبیا پوهنتون کې د بیځایه شویو محصلینو په سهمیه کې تحصیل کوي، په ساختماني انجنیرۍ کې ماسټري کوي او پدې هیله دی چې یوه ورځ د افغانستان د خلکو خدمت وکړي.

XS
SM
MD
LG