د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي دولت د ډلې دپاره کوباني ولې ارزښت لري؟


کوباني د اسلامي دولت د ډلې دپاره هغه هڅه ده چې غواړي ځانته یې په یو ډول خوندي جنت بدل کړي.
کوباني د اسلامي دولت د ډلې دپاره هغه هڅه ده چې غواړي ځانته یې په یو ډول خوندي جنت بدل کړي.

د ملی امنیت په چارو کې د امریکا غږ خبریال جف سیلدن ددې کمکي سرحدی ښار سره د اسلامي دولت د ډلې د مینې او علاقې علتونه څیړلي دي.

که څه هم چې ددې ناکامۍ بیه دوي ته گرانه تمامه شوې، دوی اوس هم له جگړې څخه لاس نه اخلي او دغه ښار ته اوس هم خپل جنگیالی او مهمات وراستوی.

د څو میاشتو جنگ جگړو نه وروسته د کوباڼي اکثر برخې په کنډوالو بدلې شوې دي. خو حتی د شاته تگ په حالت کې هم د اسلامي دولت ډله خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

د اسلامي دولت د ډلی یاغیان ژمنه کوي چې ډله به یې بیرته کوباني ته ستنه شي.
د اسلامي دولت د ډلی یاغیان ژمنه کوي چې ډله به یې بیرته کوباني ته ستنه شي.

لدی سره سره چې په کوباني کې دننه او شاو خوا سیمو کې د اسلامی دولت ډلی خپل زر تنه یاغیان یوازی د هوایی بمباریو په ترڅ کې له لاسه ورکړي، د اسلامي دولت د ډلی یاغیان ژمنه کوي چې ډله به یې بیرته کوباني ته ستنه شي.

دا پداسې حال کې ده چې د اسلامي دولت د ډلې پر مراکزو باندې د امریکا او ائتلاف له خوا هوایی بریدونه او بمبارۍ اوس هم په پوره شدت دوام لري.

ځینې څیړونکي واييي د کوباني د دې کمکي سرحدي ښار سره د اسلامي دولت د ډلې د مینې او علاقې یو اصل ددې ډلې مشر، ابوبکر ال بغدادي دی.

د کوباني ښار سره د اسلامي دولت د ډلې د مینې یو اصل ددې ډلې مشر، ابوبکر ال بغدادي دی
د کوباني ښار سره د اسلامي دولت د ډلې د مینې یو اصل ددې ډلې مشر، ابوبکر ال بغدادي دی

​دوید گارتنستاین راس، د د یموکراسۍ څخه د دفاع د بنسټ څیړونکی پدې اړه داسې وايي، "تر ټولو احتمالي او د باور وړ یو دلیل چې لدې سره سره چې د کوبانی د بیرته نیولو بیه هم خورا گرانه تمامیږي، دوي بیا هم دې ښار ته خپلې منابع ولې ور بهوي، ددې ډلې مشر، ابو بکر ال بغدادي دی. بغدادي پخپله ددې سیمې سره خاصه علاقه لري نو که دا سیمه کوم ستراتیژیک اهمیت هم ونه لري، دوی به د خپل مشر دپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي."

د پوځ لوړ رتبه چارواکي وایي د اسلامی دولت ډله د هغوي په قول د جگړې په ډگر کې نوې نیمگړتیاوې ښیي خو ځیني څیړونکی خبرداری ورکوی چې دا به هم اشتباه وي چې که دا ډله ضعیفه وگڼو.

کرستفر هارمر د جگړې د مطالعاتو له انستیتوت څخه پدې اړه وايي، "دوي دې مسلې ته زمونږ څخه له یوه متفاوت ستراتیژیک اړخه گوري. دوي کنترول ته د (فزیکی ساحې) پر ځای د (بشري ساحې) په توگه گوري."

هارمرز وایي کوباني د اسلامي دولت د ډلې دپاره هغه هڅه ده چې غواړي ځانته یې په یو ډول خوندي جنت بدل کړي. داسې جنت چې ساحه یې د فرات رود د شمال ختیځ څخه نیولې تر ترکیې او عراق پورې ورسیږي. هغه زیاتوي، "د اسلامی دولت د ډلی مشرتابه دپاره دا بلکل ضروري او حتي حتمي ده چې ځانته د جنت دا خوندی سیمه برابره کړي ځکه کله چې دوي یو ځل دا کار وکړي نو داسې فکر نه کوي چې دوي ته به د ترکیې له سرحد څخه کوم پوځي خطر متوجه وي."

د اسلامي دولت د ډلې د مشر ابو بکرال بغدادي دپاره دغه هدف ته رسیدل ښایي د لوړو ځاني تلفاتو ارزښت هم ولري.

د کوباني ښار د جنگونو له کبله په کنډوالو بدل شوی دی.
د کوباني ښار د جنگونو له کبله په کنډوالو بدل شوی دی.

پدې اړه، داکتر جیرولد پوست، چې د امریکا په استخباراتي ادارې، سي ای اې، کې یې د کړو وړو او رفتارد تجزیې او تحلیل د څانگی مشري کوله جالب نظر لري. هغه وایي، "دا یو خورا متفکر شخص دی چې د جوړښت له لحاظه یې یوه خورا واضحه شبکه او اداره رامنځته کړې. دا داسې کس ندی چې پرته له فکر څخه احساساتي عمل وکړي."

داکتر پوست په ال بغدادي کې د عراق د پخواني مشر، صدام حسین، د خاصیت ځیني مشخصآت گوري. هغه وویل، "هغه پر ځان یو داسې مین شخص دی چې تل د ځان په دنیا کې ډوب وي او د هغه تاوتریخوالی پروا هم نه لري چې دی یې سبب گرځي."

څیړونکي وایي د ال بغدادي یو ضعف ښایي دا وي چې خپل شهرت به تراصل لوړ گڼي او خپلې لاس ته راوړنی هم تر هغه څه چې دي، زیاتې، خو خبرداری ورکوي چې د هغه زیاتره پریکړې تر اوسه پورې د اسلامي دولت د ډلې د پرمختگ سبب شوې دي.

XS
SM
MD
LG