د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د باسکټبال ځلانده ستوری کوبی براینت د هلیکوپتر د غورځیدو په پیښه کې ووژل شو


د امریکا د متحده ایالاتو د باسکټبال مشهور او ځلانده ستوری کوبی براینت د جنورۍ په ۲۶ د هلیکوپتر د پرزیدو په پیښه کې ووژل شو.

امریکایی رسنیو رپوټ ورکړی چې ښاغلی براینت او د هغه ۱۳ کلنه لور ګیانا د کالیفورنیا په ایالت کې د هلیکوپتر د غورځیدو په پیښه کې وژل شوي او په هلیکوپتر کې نور ټول سپاره کسان هم وژل شوي دي.

د ۴۱ کلن کوبی براینت د مړینې رپوټ د سی ان ان، وال ستریټ ژورنال او لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په ګډون زیات شمیر امریکایي رسنیو خپور کړی دی او د لاس انجلس د پولیسو مقاماتو هم دغه پیښه تایید کړې او ویلي یې دي چې ټکر د سهار څه دپاسه لس بجې شوی دی.

د کوبي براینت د سپرلۍ الوتکه د کالیفورنیا د کالاباس د غونډۍ په سر پداسې حال کې لویدلې چې د غوبار په وجه شاوخوا نه لیدل کیدله.

د پیښې ځای
د پیښې ځای

براینت د امریکا د باسکټبال د مشهرو لوبغاړو له ډلې نه و چې ددې ورزش زیات شمیر ریکارډونه یې مات کړي دي.

کوبي براینت ۱۸ ځلې د امریکا د باسکټبال د ځلانده ستوري لقب ګټلی او د خپل ټیم لاس انجلس لیکرز سره یې شل کاله لوبه کړې وه او پنځه ځلې د امریکا اتل شوی و.

هغه د امریکا د باسکټبال د اتحادیې په تاریخ کې څلورم لوبغاړی و چې د خپل ورزشي ژوند په اوږدو کې یې په لوبو کې ۳۳۶۴۳ پاینټونو ګټلي دي.

کوبي براینت د باسکټبال په شلو فصلونو کې د لاس انجلس لیکر ټیم ته لوبه کړې وه او هغه یو د خورا محبوبو او مشهورو لوبغاړو څخه و چې ډیر زیات مینه وال یې درلودل.

براینت په خپل یو وروستي ټویټر کې د لاس انجلس بل مشهور لوبغاړي لبرون جیمز ته مبارکي ویلې چې د ان بي ای یا د باسکټبال د ملي اتحادیې په ټول تاریخ کې دریم درجه لوبغاړی شو چې په خپل ورزشي ژوند کې یې د باسکټبال زیات ګولونه وهلي دي.

XS
SM
MD
LG