د زابل د کوچیانو واکسیناتور له اشنا رادیو سره په ځانګړې مرکه کې وايي چي کوچیان لاهم د واکسین مخالفت کوي او نه پوهیږي چي واکسین يې د ماشومانو د وقايې لپاره څومره ارزښت لري .
دی زیاته وي چي د کوچیانو د پوهاوي لپاره تر ټولو غوره داده چي په معاینه خانو کي ډاکتران خپلو کوچي ناروغانو ته ووايي چي واکسین يې د ماشومانو لپاره ډير ارزښت لري .
عزیزالله پوپل د زابل په مرکز کلات کي د کوچیانو له واکسیناتور عبدالهادي سره پدې باب نوري خبري په مرکه کي کړي .
-
عزیزالله پوپل
عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي