د لاس رسي وړ اتصالات

کوهلي وايي رواني ناروغي یې ځوروي


د هندي رسنیو په حواله، ددغه هېواد د کرکټ وتلی لوبغاړی ویرات کوهلي چې خپل ملي لوبډله یې د بریالیتوب تر لوړو پوړونو رسولې ده، وايي له ډیر وخت راهیسې یې رواني ناروغي ځوروي.

دغه ۳۳ کلن لوبغاړي چې د هند د ملي لوبډلې کپتان تیر شوی، د خپلې چټکې لوبې او بې مثاله توپ وهنې په مرسته د هند ملي لوبډله د نړیوالو یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې تر پنځو غوره لوبډلو رسولې ده.

هغه ته د هند په رسنیو کې د "پاچا" لقب ورکړل شوی، خو په دې وروستیو کې د بې خونده لوبې او د شل اوریزو لوبو په نړیوال جام کې د ښه کارکردګۍ د نه ښودلو له آمله، د تېر کال راهیسې د کرکټ په ټولو بڼو کې له کپتانۍ څخه لرې کړل شوی دی.

کوهلي د هند اکسپرس ورځپاڼې ته ویلي چې د لوبو فشار د هغه پر رواني روغتیا اغېزه کړې ده.

هغه وايي: "دغه دقیقا ډیره جدي مسئله ده. دا چې موږ تل هڅه کوو ښه کارکردګي وښیو. دا احساس مو له مینځه وړي".

کوهلي وايي د لوبغاړو دپاره مهمه ده چې د خپلې روغتیا په خاطر دمه هم وکړي او پر ځان پام وساتي.

هغه وویل: "که له خپل ځان سره رابطه و نه ساتو، نو دا لامل کیږي چې له نورو خواوو هم فشارونه درباندې بوج شي".

د هند دغه وتلي لوبغاړي مخکې هم د خپلې رواني روغتیا په اړه دې ته ورته اندېښنې ښودلې وې.

هغه د فبروري په میاشت کې د لوبو د پروګرامونو خپرونکي مارک نیکولاس سره په مرکه کې وویل: "َډېره سخته ده چې سړی سهار له دې اندېښنې سره راویښ شي چې په لوبه کې منډې نشي کولای... داسې اندېښنه راسره وي چې زه په نړۍ کې تر ټولو بې کسه او یوازې پاتې انسان یم ".

کوهلي د نړۍ د کرکټ د هغو لوبغاړو په کتار کې شامل دی چې تر ټولو زیاتې پیسې اخلي، خو د ۲۰۱۹ کال راهیسې ندی توانیدلی چې په یوه لوبه کې سل منډې پوره کړي.

هغه د روغتیا د اندېښنو په اړه د ویسټ اینډیز سره په وروستیو سیالیو کې برخه نلرله خو اوس د آسیا جام شل اوریزو لوبو دپاره اخیستل شوی دی چې لومړۍ لوبه به یې د خپل سخت حریف پاکستان سره وي.

XS
SM
MD
LG