د لاس رسي وړ اتصالات

ویرات کوهلي له خپلو افغان مینوالو څخه مننه وکړه


د هند کپتان ویرات کوهلي
د هند کپتان ویرات کوهلي

د هند د ملي لوبډلې کپتان ویرات کوهلي وايي‌ خوشحال دی چې په افغانستان کې هم ګڼ مینوال لري.

ویرات کوهلي‌ امریکا غږ اشنا ته په افغانستان کې د خپلو مینوالو په اړه وویل( خوشحال یم چې په افغانستان کې ډېر مینوال لرم. مننه او درناوی یې کوم.)

کوهلي د نړۍ په غښتلیو منډه جوړونکو کې شمېرل کیږي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مینوال لري.

د هند د کرکټ ملي لوبډله د پنجشنبې په ورځ (جون۲۰) د انګلنډ د ساوتمپتن په ښار کې د کرکټ‌ په لوبغالي کې له افغانستان سره د راروانې سیالۍ لپاره تمرین وکړ، خو باران وشو او تمرین یې نیمګړی پاتې شو. باران د افغانستان تمرین هم لغوه کړ.

هند د شنبې په ورځ له افغانستان سره لوبه لري. هند د نړیوال جام په روانو سیالیو کې درې لوبې ګټلې او یوه لوبه یې باران خرابه کړې ده.

افغانستان بیا پنځه لوبې ګړي او پنځه واړه یې بایللي‌ دي. له هند سره یې شپږمه لوبه ده.

XS
SM
MD
LG