د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز ته د میوو نوي نسلونه راوړل شوي


کندوز ته د میوو نوي نسلونه راوړل شوي
کندوز ته د میوو نوي نسلونه راوړل شوي

د کندوز د باغوانانو او د نیالګیو د روزونکو د اتحادیي دفتر د مرستندویه موسسو او د زراعت د ریاست له خوا پرانستل شو، ددغه دفتر غرب لورته د زراعت د ریاست په ځمکه کې د انګورو، بادامو، زردالو، الوچو، شفتالو او نورو میوو نوي نیالګي تر تحقیق لاندې دي.

عبدالحکیم صدیقي د باغوانانو او د نیالګیو د روزونکو د اتحاديي یو تن مسول دی هغه په تیرو څو کلنو کې ددغو اتحادیو دکار په اړه داسې وویل: (( په کندوز کې د قریه دارانو او باغدارانو اتحادیه جوړه شوه، اوس مونږ د مورنيو ونو په نامه یو باغ جوړ کړې چې له دې ونو نه به نورې ونې پیوند کیږي، ددغې اتحادیې له خوا یو زیات شمیر میوې له خارجي هیوادونو څخه راوړل شوی وې چې په کندوز کې یې ترې یو نمایشي باغ جوړ کړی، د مورنیو ونو نه که کومو ونو ته پیوند اخیستل کیږي او باغوانان هغه کښینوي او بیا سم حاصل ورنه کړي مسولیت یې ددغې اتحادیې په غاړه دی.))

عبدالحکیم صدیقي وایې چې دوي پروسږ کال یوسل اوه اویا زره میوه لرونکي نیالګي پلورلي وو او سږ کال یې د پروسږ کال په نسبت زیات نیالګي پلورلي دي، هغه وویل چې سږ کال یې دوه سوه او شل زره نیالګي باغدارانو ته ورکړي، خو ددې سربیره یې د مورني باغ نه هم یو زیات شمیر پیوندونه باغدارانو ته ورکړي دي.

نوموړی وایې: (( مونږ زیاتره په زړي لرونکو میوو باندې کار کوو، لکه شفتالو، زردالو، بادام، الو او نور چې ددغو میوو له ډلې څخه د هر یوه یې زیات قسمونه شته چې ځینې یې له خارجي هیوادونو څخه راوړل شوي دي.))

یوتن باغوان قاضي فیض الله وایې چې که پخوا به یو باغوان په کلونو کلونو په ونو باندې زحمت وویسته په اخر کې به خسک ونې وختلې چې دا د یو بزګر لپاره تر ټولو ستر تاوان دی: (( د مورنیو ونو نه به سږ کال له سل زرو نه زیاتې ونې پیوند شي، سږکال بازار کې هم یو زیات شمیر خسک ونې بازار ته راوتې وې، او هغه باغوان چې پنځه او یا زیات کلونه په یوه ونه زحمت وباسي او هغه هم حاصل ورنه کړي د یو دهقان لپاره زیات تاوان دی.))

قاضي فیض الله د باغدارۍ مسلکي دی، نو په همدې خاطر یې د باغ په نامه د یوې مجلې د خپرولو چارې هم پر غاړه درلودې چې د باغونو د جوړولو مسلکي چارې په کې باغوانانو ته ورښوول کیدې خو دغه مجله له دوو ګڼو چاپ وروسته چاپ نه شوه.

XS
SM
MD
LG