د لاس رسي وړ اتصالات

امنیتي چارواکي:کونړ کې د وسله والو برید په شاه تنبول شوی


افغانستان سره په سرحد کې د پاکستان یوه امنیتي پوسته(ارشیف)
افغانستان سره په سرحد کې د پاکستان یوه امنیتي پوسته(ارشیف)

د کونړ په ولایت کې امنیتي چارواکي وايي،چې له تېرې شپې راهیسې په سلګونو وسله والو ددغه ولایت د دانګام په ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو او ولسي پاڅون کونکو پر پوستو بریدونه کړي،چې افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې تر اوسه دمخالفو وسله والو اته کسه وژل شوي او شپاړس نور ټپیان شوي دي.

دکونړ امنیه قوماندان مل پاسوال عبد الحبیب سېدخېل امریکا غږ ته وویل،چې سهار وختي ددوی ځواکونه سیمې ته رسېدلي او دپاکستاني طالبانو سره یې څو ساعته جګړه کړې ده .

نوموړی وايي،چې پاکستاني طالبانو غوښتل دغه ولسوالي ونیسي

دسیدخېل پر وینا،چې افغان ګډو ځواکونو ددانګام ولسوالۍ لوړې څوکې نیولي او وسله وال یې له ډېورنډ کرښې اړولي دي.

دقوماندان په خبره،چې حکومتي ځواکونو او ولسي پاڅون کونکو ته زیان ندی اوښتی .

په ختیځ زون کې دملي اردو د۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګروال محمد نعمان هاتفي امریکا غږ ته وویل،چې ملي اردو ځواکونه دجګړې سیمې ته رسېدلي او خپل مخافین یې له کرښې اړولي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دغه تړاو څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG