د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او جنوبي کوریا مشران په شمالي کوریا غږیږي


څه موده مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جنوبي کوریا ته تللی
څه موده مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جنوبي کوریا ته تللی

ټاکل شوې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن نن جمعه، مې ۲۱(غوایي۳۱) د جنوبي کوریا د جمهور رئیس مون جې ان سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري.

د جنوري د میاشتې راپدیخوا چې جو بایډن د امریکا جمهور رئیس شوی، ښاغلی مون د نړۍ دویم مشر دی چې سپینې ماڼۍ ته د ملاقات لپاره بلل کیږي.

دا ښایي امریکا ته د جمهور رئيس په توګه د ښاغلي مون وروستی سفر وي او همدا یې وروستۍ موقع وه چې د انتخاباتي مبارزو پر وخت خپلې کړې ژمنې پوره کاندي.

دواړه مشران پداسې وخت کې سره ګوري چې د جمهور رئیس بایډن حکومت څو اوونۍ وړاندې د شمالي کوریا په اړه د خپلې پالیسۍ بیا ارزول بشپړ کړل.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د مخکنۍ ادارې برعکس به د شمالي کوریا په برخه کې د جمهور رئیس بایډن د حکومت پالیسي به "عملي او ارزول شوې"وي.

د جنوبي کوریا جمهور رئیس د امریکا د دریځ هرکلی کړی. هغه د هېواد په ملي تلویزیون کې وویل چې د دواړو کوریاګانو تر منځ د "سولې د ساعت"د سره پیل کولو لپاره د ټولو امکاناتو نه کار اخلي.

ښاغلي مون پخپلو خبرو کې وویل، "زه به د خپل جمهوري ریاست د دورې پاتې یو کال داسې یو وروستی فرصت وبولم چې نیمګړې سوله په نه په شا کیدونکې سولې بدله شي."

د امریکا او جنوبيکوریا د مشرانو تر منځ پدې ملاقات به د شمالي کوریا پر سر بحث ښایي تر ټولو مهمه موضوع وي.

دواړو مشرانو ژمنه کړې چې د کوریا د ټاپو په بشپړه توګه د غیرې اتومي کولو لپاره به ګډ کار کوي خو کارپوهان پدې اند دي چې د جمهور رئیس بایډن "تدریجي"دریځ ښایي په سیمه کې د سولې د تر لاسه کولو لپاره جمهور رئیس مون ته سرخوږی جوړ کاندي.

XS
SM
MD
LG