د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د آرام سمندر حوزه کې د هند رهبري وستایله


امریکا او هند د دفاعي او امنیتي همکارۍ د زیاتیدو ژمنه وکړله.
امریکا او هند د دفاعي او امنیتي همکارۍ د زیاتیدو ژمنه وکړله.

د امریکا د دفاع وزیر په نوي ډهلي د هند د جګپوړي چارواکو سره نن شنبه، مارچ ۲۰ (کب۳۰) کتلي دي.

د دفاع وزیر لوید آستن د هندي چارواکو سره د ملاقات نه وروسته وویل چې د هند-آرام سمندر په حوزه کې هند د امریکا مهم ملګری دی.

دا لومړی ځل دی چې د جمهور رئیس جو بایډن جګپوړي چارواکي مخامخ د هندي چارواکو سره ګوري.

هند ته د سفر نه وړاندې د امریکا د بهرنیو او دفاع وزیرانو د چین د جګپوړو چارواکو سره وکتل او په یو بل یې مخامخ انتقادونه وکړل.

د امریکا د دفاع وزیر لوید آستن او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن جاپان او جنوبي کوریا ته ولاړل. دا دواړه هیوادونه په سیمه کې د امریکا مهم متحدین دي چې د چین نه سر ټکوي.

همدرانګه جمهور رئیس جو بایډن تیره اوونۍ د "کواډ"د ډلې د هیوادونو، امریکا، جاپان، اسټرالیا او هند د مشرانو سره آنلاین غونډه درلوده. کواډ د چین په مقابل کې قوي مورچل بلل کیږي.

د امریکا د دفاع وزیر د هند صدراعظم نریندرا مودي سره په ملاقات کې په سیمه کې د همفکره متحدینو سره د اړیکو په ساتلو کې د هند د رهبرۍ نقش ستایلی.

بل پلو بیا د هند صدراعظم پرته د دې چې د چین نوم واخلي، وویل چې هند او امریکا ستراتیژیکې همکارۍ ته متعهد دي چې د نړۍ د ښیګڼې لپاره قوت دی.

همدارنګه د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ د امریکا د دفاع د وزیر سره د ملاقات نه وروسته ویلي چې د هند-آرام سمندر په حوزې کې د امریکا د قوماندانۍ، د امریکا مرکزي قوماندانۍ او په افریقا کې د امریکا د قوماندانۍ سره د همکاري په ډیرولو موافقه کړې.

ښاغلي سینګ په نوي ډهلي کې خبریالانو ته وویل چې غواړي د هند او امریکا ملګرتیا د ۲۱ مې پیړۍپه یوې قاطع ملګرتیا بدله کړي.

د هند او امریکا اړیکې په تاریخي لحاظ ښې نه وې خو دا چې چین په سیمه کې د خپل اسر او رسوخ د زیاتیدو هڅې پیل کړې، دې کار امریکا او هند مجبور کړي چې نږدې اړیکې وپالي.

د امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۱۶ کال کې هند خپل "ستر دفاعي ملګری" اعلان کړ. تر هغه وروسته دواړو هیوادونو د پوځي همکارۍ د لا قوي کیدو او هند ته د پرمختللو وسلو د انتقال لپاره څو تړونونه لاسلیک کړل.

د امریکا دفاعي شرکتونو هم په هند د هیلوکوپټرو او نورو نظامي تجهیزاتو د پلورلو لپاره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.

هند پلان لري د خپلو وسله والو ځواکونو په عصري کیدو ۲۵۰ میلیارده ډالر ولګوي.

XS
SM
MD
LG