د لاس رسي وړ اتصالات

د کوریا مشر: هدف مو د نړۍ تر ټولو ځواکمن اتومي ځواک لرل دي


د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي د هیواد نهایي هدف یې دا دی چې د نړۍ تر ټولو قوي اتومي ځواک ولري.

د دې هیواد دولتي مطبوعاتو یکشنبه نومبر ۲۷(لیندۍ۶) په یو راپور کې د ښاغلي کیم له قوله ویلي چې د اتومي ځواک د جوړولو هدف په باوري توګه د هیواد او ولس د وقار او خودمختارۍ خوندي ساتل دي.

کیم جونګ اون زیاته کړه، " نهایي هدف دا دی چې د نړۍ تر ټولو غښتلې ستراتیژیکه قوه ولرو، داسې بشپړه قوه چې پدې پیړۍ کې ساری ونلري".

ښاغلي کیم دا څرګندونې په ځانګړو مراسمو کې کړي چې د هغو په لس ګونو نظامي افسرانو د ترفیع لپاره ترتیب شوي و چې د دې هیواد تر ټولو د ستر بالاستیک توغندي په آزمایښت کې یې لاس درلود.

د شمالي کوریا مشر د نومبر په ۱۷ مې د (Hwasong-17) په نامه د بین القاروي بالاستیک توغندي د آزمایښت څخه وروسته ژمنه وکړله چې د متحده ایالاتو لخوا متوجه اتومي ګواښونو ته به په اتومي وسلو ځواب ورکړي.

کیم جونګ اون تازه آزمایل شوی بین القاروي توغندی (Hwasong-17) د نړۍ تر ټولو قوي ستراتیژیکه وسله وبلله او زیاته یې کړه چې دا ډول توغندي جوړول د شمالي کوریا عزم او وړتیا ښیي چې غواړي بالاخره د نړۍ تر ټولو قوي پوځ جوړ کړي.

هغه پرته لدې چې نور جزیات ورکړي پخپلو خبرو کې وویل چې د شمالي کوریا ساینس پوهانو په بالاستیک توغندیو کې د اتومي سرګلولو د ځای پر ځای کولو د ټکنالوژۍ د پرمختګ په برخې کې ستر ګام اخیستی.

د کوریا مشر د دې ساینس پوهانو، انجینرانو او نظامي چارواکو سره چې په تازه آزمایښت کې یې برخه درلوده، سره په ملاقات کې ویلي تمه ترې لري چې د هیواد د اتومي وسلو د وسعت او قوت لپاره په دومره چټکۍ کار وکړي چې ساری ونلري.

د شمالي کوریا بین القاروي توغندي دا وړتیا لري چې د متحده ایالاتو خاوره په نښه کاندي. د دې آزمایښت څخه وروسته متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه وغوښتل چې د تازه آزمایښت له کبله شمالي کوریا مسؤله وبلل شي ځکه چې پدې وسلو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو له مخې بندیز دی.

XS
SM
MD
LG