د لاس رسي وړ اتصالات

کوریاګانې د یوځای کېدو خبرې پیلوي


شمالي کوریا او جنوبي کوریا موافقه کړې ده چې د جمعې په ورځ د دواړو کوریاګانو د یوځای کېدو په اړه، چې د کوریا په ټاپو وزمې کې د ١٩٥٠ میلادي کلونو په دوران کې دجګړ په وخت کې جلا شوې، خبرې پیل کړي.

دجنوبي کوریا حکومت وایي چې شمالي کوریا موافقه کړې ده چې د پامونجوم په سرحدي کلي کې د جنوبي کوریا د پلاوي سره وګوري.

دجنوبي کوریا د ملي یوالي دچارو وزارت وایي د دواړو خواو ترمنځ دخبرو وړاندیز شمالي کوریا کړی و.

دواړو کوریاګانو په دې اړه څو کاله مخکي مذاکرات کړي وو. جنوبي کوریا د شمالي کوریا سره وروستۍ خبرې په ٢٠٠٨ میلادي کال کې وروسته دهغې وځنډولې چې د شمالي کوریا د کومګانګ په غرنۍ تفریحي سیمه کې د جنوبي کوریا یو سیلانی ووژل شو.

دواړو هېوادونو تیره میاشت موافقه وکړله چې د کیسونګ صنعتي پارک بیرته پرانیزي. دغه پارک چې دجنوبي کوریا د تاجرانو په سرمایې جوړ شوی دی، دشمالي کوریا کارګران په کې کارکوي او څه موده مخکي تړل سوی و.

د کیسونګ پارک د روان کال په پيل کې هغه مهال وتړل شو چې د شمالي کوریا د اټمي آزموینې وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ پوځي اندېښنې زیاتې شوې. د شمالي کوریا اټمي آزموینې نړیوال غبرګونونه راوپارول.

د یادونې وړ ده چې شمالي کوریا هم د آمریکا او جنوبي کوریا ترمنځ پر ګډو نظامي تبطبقاتو باندې چې روانه اونۍ پیل شول، د پخوا په پرتله په نسبتا آرامه لهجه باندې نیوکه وکړه.
XS
SM
MD
LG