د لاس رسي وړ اتصالات

د کوریاګانو ترمنځ د شخړې د حل په هدف عالي غونډه پیل شوه


د چین صدراعظم وین جاوبا، د جاپان صدراعظم یوکیو هوتویاما او د جنوبي کوریا جمهور ریْس لي میونګ بک نن د شنبې په ورځ یو دوه ورځنۍ غونډه چې هدف یې د دواړو کوریاګانو ترمنځ د تاوتریخوالي له منځه وړل دي، پیل کړه.

د دغې غونډي په پیل کې د جاپان صدراعظم ښاغلي هوتویاما د جنوبي کوریا نه د صادقانه ملاتړ ژمنه وکړه چې غواړي د نړیوالې همکارۍ له لارې شمالي کوریا ته په دې خاطر چې ددغه ملک د یوې جنګي بېړۍ په ډوبیدو کې یې لاس درلود، سزا ورکړي.

دغه درې اړخیزه غونډه چې د جنوبي کوریا د جیجو په ټاپو کې روانه ده ، سیول ته د چین د صدراعظم وین جاوبا د تګ وروسته پرانیستل شوه. ښاغلي وین د کوریا په ټاپو وزمه کې د هر هغه عمل غندنه وکړه چې سولې او ثبات ته تاوان پېښوي. د چین صدرعظم نن د شنبې په ورځ د جنوبي کوریا صدراعظم ته د ډاډګیرنۍ مراتب وړاندي کړل.

ددغي پېښې په باب د یوې نړۍ والي څیړني نتجې وښودل چې د جنوبي کوریا دغه جنګي بیړۍ د شمالي کوریا د حملې په وجه ډوبه شوه او په کې ۴۶ ماڼوګان ووژل شول.

پرون د جمعې په ورځ د شمالي کوریا پوځ په یوه خبري کنفرانس کی ددغې بېړۍ په ډوبولو کې هر ډول لاس درلودل رد کړل.

XS
SM
MD
LG