د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرګي بریدګر خوست کې د ملي اردو په جومات کې ٢٧ سرتیري وژلي


د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو د پلې لوا په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال په یو ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ٢٧ تنه وژل شوي او ٧٩ نور ټپیان شوي دي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خوست د برید پړه منلې ده.

د لومړۍ پلې لواء په نظامي اډه کې ددغه جومات لمونځ کوونکي او د پېښې عيني شاهدان وايي، چاودنه د جومات دننه داسې مهال وشوه، چې د ملي اردو شاوخوا شپږ سوه سرتېري او افسران د جمعې په لمانځه ولاړ وو.

تر پېښې وروسته زياتره ټپيان او يو شمېر جسدونه د خوست ولايتي ملکي روغتون او دغه راز د ښار يو شمېر خصوصي روغتونونو ته د امبولانسونو او رنجر موټرو په وسيله انتقاليدل.

که څه هم ولايتي چارواکي په رسمي ډول په دغه پېښه کې د ۱۲ تنو وژنه او د ۴۴ ټپي کيدل تاييدوي خو يوې دولتي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط امريکاغږ ته وويل، چې په دې بريد کې ۲۷ سرتېري او افسران وژل شوي دي.

همدارنګه د خوست ښار له دولتي ملکي روغتون او خصوصي روغتونونو څخه راټول شوي ارقام ښيي، چې په ياد شوي بريد کې ۷۹ کسان ټپيان شوي هم دي، چې زياتره يې د هليکوپترو په وسيله کابل ته انتقال شول.

د خوست والي حکم خان حبيبي چې په ولايتي ملکي روغتون کې يې خبريالانو ته معلومات ورکول، وويل، د لومړنيو تحقيقاتو له مخې ويلی شي، چې دا يو ځانمرګی بريد و.

د ملي اردو د لومړۍ پلې لواء چارواکي وايي، پلټنې يې پيل کړې، څو معلومه کړي، چې دغې نظامي اډې ته بريد کوونکی څنګه ننوتلی و.

د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ګل احمد شاه وايي ملکي روغتون ته ۴۴ ټپيان او درې مړي ور وړل شوي دي.

همداشان د بابري خصوصي روغتون ته ۳۰ ټپيان او د بادشاه زار روغتون ته ۵ ټپيان ور وړل شوي دي.

دمخه معلومات

په دغه ولایت کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا ویاند تورن عبدالله له امریکا غږ سره خبرو کې پېښه تائید کړه وویل، چې نن د جمعې لمانځه پر مهال د دغې لوا په جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده، خو زیاته یې کړه چې تر دامهاله یې نوعیت معلوم نه دی، خو وايي څېړنې رواې دي.

ښاغلي‌ عبدالله وویل چې په دغه چاودنه کې ۱۰ تنه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

تر دامهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په دې اړه نور جزئیات وروسته

XS
SM
MD
LG