د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې او ایران د امریکا د ۲۰۲۰ په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې – رپوټ 


د امریکا د متحده ایالاتو استخباراتي مقاماتو په تازه رپوټ کې راغلي چې روسیې او ایران د یو شمیر نورو هیوادونو او ډلو سره په ګډه د امریکا د ۲۰۲۰ کال د نومبر د جمهوري ریاست د انتخاباتو په نتیجو کې د نفوذ کولو هڅه کړې وه.

په رپوټ کې راغلي چې د لوړپوړو امریکایي مقاماتو د پرله پسې خبرداریو وروسته چین بالاخره تصمیم ونیو چې په انتخاباتو کې له لاس وهنې لاس واخلي.

دغه رپوټ چې د یکشنبې په ورځ مارچ ۱۶ (کب ۲۶) د امریکا د ملي استخباراتو ریاست خپور کړی د امریکا د جمهوري ریاست په انتخابانو کې د بهرنیو لاس وهنو په هکله تازه رپوټ دی.

د رپوټ له مخې هیڅ بهرنی ځواک پدې ندی بریالی شوی په مهمو سیستمونو کې نفوذ وکړې او یا د رای ورکولو په ډول کې بدلون راوړي.

په رپوټ کې راغلي: "مونږ څیړو چې چین (په انتخاباتو کې) مداخله ارزولې، خو د هغې پلي کولو او د متحده ایالاتو د انتخاباتو د نتیجو د بدلولو هڅه یې نده کړې."

دغه موندنې د استخباراتي مقاماتو د خبرداریو سره په میاشتو یې رای ورکوونکو ته د چین، روسیې او ایران د احتمالي مداخلو په هکله خبرداری ورکاوه توپیر لري.

ددغه رپوټ په اساس د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې د روسیې د لاس وهنو هڅې د ۲۰۱۶ کال د انتخاباتو په پرتله تر یوه حده متفاوتې وې. په ۲۰۱۶ کال کې روسي هکرانو کوښښ وکړ چې د امریکا انتخاباتي زیربناو ته لاس رسی پیدا کړي، پداسې حال کې چې په ۲۰۲۰ کال کې ښاغلي پوتین د دونالد ټرمپ نه ملاتړ او د ښاغلي بایډن او دموکرات ګوند د نفوذ کمیدل منظور کړي وو.

دا پداسې حال کې دي چې کرملین د چهارشنبې په ورځ د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې د امریکا د انتخاباتي زیربناو د په نښه کولو په اړه د متحده ایالاتو رپوټ ۲۰۲۰ "په بشپړه توګه بې بنسټه" وباله.

د ایران په اړه دغه رپوټ ویلي دي چې دې هیواد څو اړخیزه هڅه کړې چې پخوانی جمهور رئیس دونالد ټرمپ بریالی شي، خو د هغه د سیال پر خلاف یې تبلیغات ندي کړي.

سربیره پردې دغه رپوټ د لبنان حزب الله، کیوبا او وینزویلا په ګډون پراخو نورو بهرنیو لوبغاړو ته اشاره کړې چې د امریکا په انتخاباتو کې د نفوذ کولو لپاره هڅه کړې ده.

XS
SM
MD
LG