د لاس رسي وړ اتصالات

د کونړ په دانګام کې ایسارو کورنیو ته د خطر زنګ


د کونړ د دانگام ولسوالي
د کونړ د دانگام ولسوالي

د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه لا نه ده ارامه شوې. د دفاع وزارت چورلکو د جمعې په ورځ د سور کمر او ساوون په سیمو کې یو شمېر سیمې هم بمبار کړي.

د کونړ د امنیه قوماندان جنرال عبد الحبیب سیدخېل پر وینا په تازه نښتو کې درې وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

که څه هم امنیه قوماندان وايي چې ځواکونه یې یو څه پرمختگ کړی دی، خو د سیمې اوسېدونکو له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي چې حکومتي ځواکونه لاهم په خپلو زړو مورچلو کې ناست دي.

د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي مزمل، چې ټوله کورنۍ او ماشومان یې د ساوون په سیمه کې د وسله والو تر ولکې لاندې سیمه کې ایسار دي، امریکا غږ ته وویل «وسله والو راپسې خلک راولېږل، چې که د حکومت په خلاف ونه درېږې نو نه تا ژوندی پرېږدو او نه دې ماشومان.»

حاجي مزمل وايي، چې لسګونه ښځې او ماشومان په سیمه کې ایسار شوي او وسله وال اجازه نه ورکوي چې خوندي سیمو ته وخوځېږي.

هغه زیاتوي «زمونږ ماشومان یې لکه د برمتې په شکل ساتلي دي او شپږ ورځې وشوې، چې ډوډۍ نه وررسیږي او نه یې له حاله خبر یو.»

قومي خلک د خپلو ماشومانو ژوند ته په سخته اندېښنه کې دي.

دوی وايي، که امنیتي ځواکونه خپل عملیات چټک نکړي او حکومت یې غم و نه خوري، نو ممکن خپل ټول بچیان او ښځې یې ووژل شي.

ویل کیږي چې تر اوسه وسله والو له څلوېښتو ډېر کورنه سوځولي دي.

د ولسي خلکو پر وینا چې په تېرو څو اونیو کې وسله والو د پاکستاني پوځ په مرسته له کرښې څخه د افغانستان خوا ته نژدې درې کیلو متره نور مخکې تللي دي.

که څه هم د پاکستان حکومت په دغه سیمه کې د ملا فضل الله په مشرۍ د پاکستاني طالبانو د لټون خبره کوي، خو د ولسي خلکو او ځینو دولتي چارواکو پر وینا، چې دانګام ته څه موده له مخه د سوات د مهاجرو په نامه له پاکستان څخه کوم خلک راغلل، اوس هغوی د ځايي خلکو او افغان ځواکونو خلاف جنگیږي، او ورسره د ډیورنډ د کرښې له پورې غاړې نه په دوی راکټونه وریږي.

په دغې ولسوالۍ کې د نوې پیل شوې جګړې شپږ ورځې پوره شوې، خو حکومتي سرتیري له خپلو مورچلو نه دي خوځېدلي، او جگړه لا اوس هم روانه ده.

خو د ځايي خلکو لویه اندېښنه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې د بند پاتې ماشومانو او تورسرو ژوند دی او له دولت نه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره یې وژغوري.

XS
SM
MD
LG