د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان له دانگام څخه د ملکي وگړو د وتلو مخه نیسي


د دانگام ولسوالۍ د جګړې نن دولس ورځې پوره شوې. یو شمیر خلک چې د جگړې له سیمې څخه راوتلي وایي لا هم زیاتې کورنۍ په سیمه کې ایسارې دي او طالبان د خلکو د وتلو مخنیوی کوي.

د سیمې څخه د یو شمیر راوتلو کسانو څرگندونې دلته وگورئ:

د دانگام ولسوالۍ د یو شمیر اوسیدونکو څرگندونې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:27 0:00

د امریکا غږ خبریال ذبیح الله غازي چې په سیمه کې دی د ځايي وګړو له خولې وايي چې ماشومانو یې له تیرو پنځه ورځو راهیسې ډوډۍ نده خوړلې.

غازي: زما سټنډاپ ،چې له یوې راکډه شوې کورنۍ پر وضیعت مې خبرې کړي.

له سیمې څخه یو شمیر راوتلي نارینه، ښځې او ماشومان چې د سړک پر غاړه یې اړولي د خپلې راتلونکې په اړه اندیښمن دي.

په جگړه کې د ایسارو خلکو په اړه د امریکا غږ د خبریال ذبیح الله غازي څرگندونې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:24 0:00

چارواکي وايي چې په تیرو دوه اونیو کې شاو خوا ۱۷۰ وسله وال طالبان په دغه جګړه کې وژل شوي او ۱۱۲ یې ټپیان شوي دي.

د توپان په نوم د افغان امنیتي ځواکونو عملیات په ختیځ کې د ملي اردو په مشرۍ روان دي. د کونړ د امنیه قوماندان جنرال عبد الحبیب سیدخیل چې د جګړې په سیمه کې دی وايي چې په سیمه کې وسله والې ډلې خورا ډېرې شوی دي.

د وسله والو مخالفینو په هکله د کونړ د امنیه قوماندان جنرال عبدالحبیب سیدخیل څرگندونې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:16 0:00

که څه هم د افغانستان او پاکستان د پوځ مشرانو په ګډې همکارۍ هوکړه کړې او د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحل شریف د دانګام عملیات ستایلي، خو افغان چارواکي د هغه په څرگندونو شک لري.

کلیپ دویم (د کونړ امنیه قوماندان جنرال عبد الحبیب سیدخیل)

چارواکي وايي چې د پاکستاني وسله والو په ګډون د ګڼو شمیر طالب وسله والو په وړاندې یې جګړه لا پای ته نه ده رسیدلې.

د څو ورځنیو جگړو په ترڅ کې په دانګام کې څه دپاسه ۵۵ کورونه سوځول شوي، او په ساوون، سور کمر او کڅۍ سیمو کې شاو خوا ۱۲۰۰ کورنۍ ایسارې دي.

امنیتي ځواکونو په لوړو څوکو یو شمیر امنیتي پوستې هم جوړې کړي چې د مخالفینو د ممکنه برید مخه ونیسي.

حکومتي چارواکي وايي چې د بیا ځلې عملیاتو لپاره بیا ځان چمتو کوي تر څو چې ایسارې کورنۍ له کلیو څخه ووځي.

وسله والو طالبانو د دانګام په عملیاتو کې د لسګونو حکومتي سرتېرو د وژنې، د یو شمېر امنیتي پوستو د نیونې او د یو شمېر ټانکونو د ویجاړولو دعوه کړې ده.

بلخوا په افغانستان کې د ایساف او ناټو د ځواکونو د عمومي قوماندان مرستیال جنرال کرسټن جکوبسن نن په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې د کنړ د دانګام په ولسوالۍ کې یې د افغان ځواکونو له عملیاتو سره هوايي ملاتړ کړی دی خو دا ملاتړ د ایساف د ماموریت په چوکاټ کې شوی دی.

XS
SM
MD
LG