د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې خلک نه پوهیږي چې ماشومان یې ګوزڼ وهلي


که څه هم په افغانستان کې دپولیو یا فلج دمخنوي لپاره له کلونو راهیسې مبارزه روانه ده، خو په اکثره لرې پرتو او ان ښاري سیمو کې خلک نه پوهېږي، چې په ګوزڼ داخته کېدو نښې نښانې څه ډول دي. په ختیځ کونړ کې چارواکي مني، چې دغې برخې ته تر سره شوې عامه پوهاوی لرو پرتو سیمو ته نه دی غځېدلی .

په دغه ولایت کې دواکسین دپروګرام مشر ډاکټر محمد اسحاق نظامي له امریکا غږ سره په یوه ځانګړې مرکه کې، په هغه علایمو غږېدلی، کوم چې د پولیو یا ګوزڼ شک پرې کېدلی شي.

" کله ،چې ددې مرض وایروس یو ماشوم ته ورسي نو ماشوم ته زکام پیدا کېږي او دبدن غړي یې سستي پیدا کوي"

نوموړی وايي، په لرې پرتو سیمو کې روغتیا پال، دمګړئ دشک لاندې ماشومان نژدې روغتیايي مرکز او یا هم ولایتي مسولینو ته په ګوته کوي.

" دغه خلک یې مونږ ته راپېژني،مونږ ترې دمعایناتو لپاره مواد غایته اخلو ، اسلام اباد ته یې دمعایناتو لپاره لېږو او کله چې پېښه مثبته وي نو بیا مونږ عاجل دهغې سیمې او شاخوا نورو کې دپولیو کمپاین کوو تر څو نور سراعیت ونه کړي"

د نظامي په وینا، که په یوه سیمه کې یو کوچنی پهګوزڼ اخته شي نو په سلګونه زره ماشومان له ځانه سره په دغه لاعلاجه ناروغۍ اخته کولی شي.

" که چېرېپه یوه سیمه کې یو ماشوم په فلج اخته شي نو په یو وار باندې ترې ۳ ملیون مکروبونه خارج کېدلی شي نو طبعآ،چې زمونږ لپاره یو لوي خطر دی او ډېرو ماشومانو ته خطر پېښولی شي"

دچارواکو خبره ده،که هر څوک په خپلو ماشومانو دفلج یا ګوزڼ شک لري نو یو ځل دې د معایناتو لپاره نژدې روغتیايي مرکز ته ور ولي.

خو په دغه برخه کې دلرې پرتو سیمو اوسېدونکي ډېر پوهاوی نه لري.

په کونړکې دواکسین دپروګرام یو کارکونکی شرافت، چې وړم کال یې په خپله سیمه کې د ګوزڼیوه واقعه ثبت کړېوویل، چې لاهم خلک دفلج دناروغۍ په علایمو سم نه دي پوی شوي.

"ددرې ورځو لپاره رضا کاران نیول کېږي، یو ځل وي بل ځل نه وي . کله کله نوي راځي،نو سم نه پوهېږي،چې دفلج علامې څه دي. تېر کال زه هم دیو څو ټیمونو مشر یا سوپر وایزر وم نو په فورمهکې مې یو ماشوم ثبت کړی و،چې دفلج شکپرې کیده ،مرکز ته مې راپور ورکړ او هغوی یې معاینات پیل کړل ،نو اکثره عام خلک نه پوهېږي،چې دفلج علامې څه ډول دي".

که څه هم په یو شمېر سیمو کې ولسي وګړي تر اوسه دفلج په نښو نښانونه پوهېږي، خو د ډېرو په باور ، چې ددغې برخې لپاره نیول شوي مسولینو په سمه توګه خپل مسولیت نه دی اداء کړی .

دډېرو په باور که دعامه پوهاوی لپاره نیول شوي رضا کاران له پاخه سرک نه د کلیو او بانډ ولور ته ورشينو دا امکان شته، چې ډېر خلک د پولیو یا ګوزڼ په علایمو پوهشي .

XS
SM
MD
LG