د لاس رسي وړ اتصالات

د کونړ زیاتړه ماشومان له پولیو واکسین څخه پاتې دي


د کونړ ولایت له پنځلسو ولسوالیو له جملې څخه په لسو ولسوالیو کې د پولیو واکسین پر وړاندې خنډونه موجود دي چې له امله یې تر څلوېښت زره ډېر ماشومان له پولیو ضد واکسین محروم پاتې دي.

کونړ کې د لسو ولسوالیو په غریزو او له حکومتي ولکې په وتلو سیمو کې تر څلوېښت زره ماشومان د پولیو ضد واکسین څخه پاتې کیږي. چارواکي وايي، چې په ولسي کچه یې هلې ځلې جارې ساتلي خو لا یې غوڅه پایله نه ده ورکړې.

د کونړ عامې روغتیا ریاست کې د واکسینو د برخې مشر ډاکټر محمد اسحاق وايي، دا ورته د اندېښې وړ مسله ده او اکثره ماشومانو کورنۍ د داعش او طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې اوسیږي.

" ۴۰۱۸۷ ماشومان له موږ څخه په دې تېر کمپاین کې پاتې شوي دي. سرکاڼو، مرورې، شلتن، دانګام، وټه پور، پیج درې، څوکۍ، نورګل، دانګام او چپې درې ولسوالیو کې دغه ماشومان له واکسینو پاتې دي چې هلته داعش او طالبان ډېرو سیمو کې حاکم دي".

هغه زیاتوي چې د قومي مشرانو په کمک یې هڅې پیل کړي چې که طالبان او داعش تر واک لاندې سیمو کې ماشومانو ته د واکسین ورکولو اجازه ورکړي، خو لا تر اوسه په دې برخه کې نه دي بریالي شوي.

ډېر شمېر ولسي خلک هم د حکومت په مخالفو وسله والو غږ کوي چې د واکسین پر وړاندې دې خنډ نه جوړوي او د ماشومانو راتلونکي ته دې پام وکړي.

قیام الدین د کونړ ولایت د اوسېدونکی وایي" دا د ماشومان د ژوند مسله ده او باید چې که هر څوک دی نو باید چې د ماشومانو دغې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کولو ته اجازه ورکړي. که یو ماشوم به یوه سیمه کې پر پولیو اخته شي نو نور ماشومان هم اخته کېږي."

ډېر شمېر قومي مشران هم وايي په خپلو سیمو کې یې د پولیو ضد واکسین د کمپاینونو د عملی کولو لپاره جرګې مرکې کړي، خو په دې چاره کې لا نه دي بریالي شوي.

روغتیایي کار پوهان وایي، چې د پولیو ناروغۍ د تداوي لپاره تر اوسه کوم درمل نه دي جوړ شوي، ځکه بهتره ده چې ماشومان ددې ناروغۍ پر وړاندې وقایه شي او د پولیو دوه څاڅکي واکسین کولی شی د ګوزڼ ناروغۍ مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG