د لاس رسي وړ اتصالات

د کندوز والي مجرمانو ته د سزا لپاره صحرايي محکمه جوړوي


ښاغلی ساپی د جمهوررئیس غني د حکومت په لومړیو وړځو کې د کندوز د والي په توګه ټاکل شوی دی.
ښاغلی ساپی د جمهوررئیس غني د حکومت په لومړیو وړځو کې د کندوز د والي په توګه ټاکل شوی دی.

د کندوز والي محمدعمر ساپي په هغه غونډه کې چې خلکو پر دولتي محلي چارواکو زیاتې نیوکې وکړي وویل چې خلک باید له دولت سره همکاري وکړي او په خپله سیمه کې د مجرمانو او نورو غیرقانوني کړنو په اړه پولیسو ته خبر ورکړي.

په دغه غونډه کې چې یو شمیر علماو او سپین ږیرو په کې ګډون درلوده خلکو پر دولتي محلي چارواکو نیوکې کولې چې اوسنیو چارواکو د کندوز د خلکو لپاره د امنیت په راوستو او د جرمونو د مخنیوي په برخه کې هیڅ خدمت نه دی کړی.

د یو جومات ملا امام په خپلو خبرو کې وویل چې دولتي چارواکو ویلي وو چې دوي به مجرمان ښکاره محاکمه کړي خو تر اوسه یې داسې هیڅ خبر نه دی اوریدلی.

هغه وویل "تیرځل نیول شوي سړي تښتوونکي څه شول؟ بار بار ویل شوي چې قوماندان صیب او والي صیب ویل چې مجرمان به ښکاره محاکمه کړي، تر اوسه خو مجرمین علني محکمه نه شول نور هم پسې زیات شول".

هغه په ښکاره چارواکو ته وویل چې دولتي مامورین له قمار ځایونو او شراب پلورونکو کمیشن راټولوي " شراب پلورل عام دي، قمارعام دی، ټول خبر دي، که وایې زه یې دروښایم چې په دولتي موټر کې ځي او شراب اخلي او کمیشن ترې ټولوي، هغه وایې چې ده په خپلو سترګو لیدلي دي چې د امنیت مامورین له شراب خانو او قمارخانو کمیشن ټولوي".

د خلکو له نیوکو وروسته والي محمد عمر ساپي وویل چې په کندوز کې لومړی باید له حکومت جوړولو تیر شو باید ملت جوړ شي، له مشرانو نیولې تر کشرانو پورې مشکل لرئ.

هغه خلکو ته د خپلو هغو پلانونو یادونه وکړه چې نیت یې درلوده عملي يې کړي خو د ځینو خلکو له خوا یې مخه نیول شوې وه.

د کندوز والي محمد عمر ساپي وویل" په اولو ورځو کې چې راغلی وم ۱۲۰ تنه مې لیست کړي وو چې په امنیت او پولیسو کې فاسد خلک مقرر شوي سزا ورکړل شي، تبدیل شي او یا له دندو ګوښه شي، خو تر نن ورځې ورسره سپین ږیري راغلي او د نیولو مخه یې نیول شوی".

هغه زیاته کړه چې دې نور مجبور دی د امنیې له قوماندان امنیت ملي ریس او خپله د شپې له خوا پر امنیتي پوستو ورګرځي او کاري پلان ورکړي.

د کندوز والي د زیاتو هغو خبرو یادونه وکړه چې سپین ږیرو په کې د ځینو تورنو کسانو د خلاصون غوښتنه کړې وه، هغه زیاته کړه چې که دده په استعفا کارونه سمیږي نو خلک دې ورسره په کې مرسته وکړي" که زما په استعفا کې راسره مرسته کولای شئ، قسم کوي چې اوس استعفا ورکوي، خو دا د حل لار نه ده".

د خلکو یوه نیوکه همدا وه چې اختطاف کوونکي او مجرمان نیول کیږي خو څو ورځې وروسته خوشې کیږي او بیا په جرمونو کې ښکیل وي، والي وویل چې قضايي او عدليي غونډه یې جوړه کړې وه او هغوي ته یې هم ویلي وو چې باید مجرم سره د مجرم چلند وشي او سزا ورکړل شي.

ښاغلي ساپي وویل " مجرم نیول کیږي او بیرته خوشې کیږي، عدليي او قضايي جلسه یې راغوښتې وه، له دې وروسته هر پنځلس ورځې وروسته دغه جلسه راغواړم، او پوښتنه ترې کوم چې ولې مجرم خوشې شوی؟ قانون اجازه نه راکوي چې له قاضیانو او څارنوالانو پوښتنه وکړم، خو ما ورته ویلي چې له دې وروسته دا نه منم چې مجرمین خوشې شي".

هغه زیاته کړه" که مونږ یوه قضیه پیدا کړو که په دې محاکمه هم شم، چې له مجرم څخه وروستنیو تحقیقاتو ته ضرورت نه لرو، هملته یې د خپلو اعمالو په سزا رسوم، له دې پرته چې محکمې ته یې ولیږم، دا مې محکمې او څارنوالۍ ته هم ویلي، خلکو پرې د تایید غږ وکړ او زیاته یې کړه، هلمته ورته صحرايي محکمه جوړوم، تاسو شاهد اوسئ چې دا کار کوم، پریږده چې محکمه او حقوق بشر له ما پوښتنه وکړي".

دا لومړی ځل دی چې په کندوز کې یو والي د خلکو تر زیاتو نیوکو لاندې راځي او خلک په هره غونډه کې پر دولتي چارواکو کلکې نیوکې کوي، د کندوز والي هم د محکمو له فیصلو ناراضه ښکاري او د مجرمینو لپاره له محکمې پرته د سزا ورکولو خبره کوي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG