د لاس رسي وړ اتصالات

د کندوز ـ تخار لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه


تیره ورځ افغان ځانګړو ځواکونو د کندز - تخار لارې د خلاصون عملیات پيل کړي وو.
تیره ورځ افغان ځانګړو ځواکونو د کندز - تخار لارې د خلاصون عملیات پيل کړي وو.

د کندوز ولایتي چارواکي وايي، د کندوزـ تخار لویه لار تیره ورځ له ماسپښین ورورسته له طالبانو بیرته نیول شوې وه خو په لاره کې د ښخ شویو ماینونو له امله دوی پرې عامو خلکو ته لار د تګ راتګ اجازه نه ورکوله.

ددغې لارې د خلاصون لپاره له تیرې یوې اونۍ راپه دیخوا د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې روانې وې.

چارواکي د لارې د خلاصون په عملیاتو کې طالبانو ته د تلفاتو د وراړلو یادونه کوي، ددغې پنځه ویشت کیلومتره اوږدې لارې پر سر ټولې موجودې پوستې د طالبانو تر محاصرې لاندې وې او څو پوستې طالبانو نیولې هم وې.

تیره ورځ افغان ځانګړو ځواکونو ددغې لارې د خلاصون عملیات پيل کړي وو.

له بلې خوا د پولیسو له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د چاردرې په ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو په بریدونو کې ۱۱ تنه طالبان وژل شوي چې د قاري احمدشاه په نامه ددغې ډلې یو قوماندان هم په کې شامل دی.

اعلامیه په دغه هوايي برید کې د یو هغه رینجر د تخریب خبر هم ورکوي چې وسله والو طالبانو له افغان ځواکونو څخه نیولی و.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG