د لاس رسي وړ اتصالات

په کندز کې بازارونه تړل شوي او خوراکي توکي نه پېدا کیږي


له کندز نه تازه راپورونه وايي چې د ښار ګڼ اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي، تخار، مزار او یا کومې بلې سیمې تللي دي او لا هم خلک له ښاره وځي.

د تیرې دوه ورځنۍ محاصرې وروسته نن د کندوز ستراتیژیک نظامي مرکز بالاحصار هم د طالبانو په لاس ورغی او په کې موجود افغان سرتیري طالبانو ته تسلیم شول.

د کندوز پر ښار د بريد او په کې تر دې دمه د روانې جګړې له امله د ژوند ټول لومړني سهولتونه او د خلکو د اړتيا وړسيستم له منځ تللی.

لارې تړل شوي، هټۍ بندې دي او دا ویره شته که حالت همداسې روان وي نو ښاریان به د خوراکي توکو له سخت کموالي سره هم مخامخ شي.

ځینو رسنیو د کندز د ښار د یو شمېر اوسېدونکو له خولې ویلي چې یوه ډوډۍ په ۵۰ افغانۍ پلورل کیږي او علت هم دا دی چې هټۍ تړلي او نور مواد ښار ته نه راوړل کیږي.

له کله راهیسې چې طالبان د کندوز ښار ته ننوتي د برېښنا سیستم له منځه وړل شوی، د اوبو سيسټم ګډوډ دی، د ښوونځيو دروازې تړل شوي دي، او روغتونونه د ملکي وګړو له ټپيانو ډک دي.

وسله وال طالبان د ښار په واټونو کې په دولتي او د موسیساتو په موټر کې ګرځي یو شمیر تازه دم طالبان چې له ارچي ولسوالۍ تللي پر موټرسایکلو ګزمې کوي.

د کندوز د ښار اوسیدونکیو ځانونو پسې د کورونو دروازې بندې کړي او د ښار دوکانونه تړلي دي. د راکړې ورکړې او تجارت کاروبار په ټپه ولاړ دي.

د ښار اوسیدونکي وايي چې ښار ته د وسله والو طالبانو د ننوتو سره سم د برېښنا برج له منځه وړل شوی او له تیرو دریو ورځو راهیسې کندوزیان بریښنا نه لري.

د امام صيب بندر اوسیدونکی عبدالله وایې "مازيګر وسله وال طالبان ښار ته راننوتل چې ورسره د ښار په بیلا بیلو برخو کې ګډوډي جوړه شوه."

هغه وایې چې د دولتي ادارو او بهرنيو موسيساتو ټول تجهیزات چور شوي او ځينو دولتي او بهرنیو موسیساتو ته اور هم اچول شوی دی.

د دغه ښار د مدني ټولنو فعالين وايي چې د جګړې له امله ځينې رسنيز مرکزونه چور شوي او ځينې سوزول شوي دي.

شیرعالم چې د یوې فرهنګي ټولنې غړی دی وایې چې روشني راډيو تلويزون او خاور راډيو تلويزون سوزول شوي او کيهان راډیو چور شوې ده.

هغه وایې چې له کلیو او ولسوالیو څخه ټول هغه کسان چې یا له طالبانو سره خواخوږي لري او یا یې طرفدار دي د چور په نیت ښار ته راغلي او مسلح ګرځي، او هر ځای چې یې خوښ شي چور کوي يې.

د سیمې د اوسیدونکو پر وینا د طالبانو په لیکو کې ډیر داسې کم عمره هلکان هم شته چې لا یې ږیرې نه دي راغلي.

ددغو تنکیو ځوانانو په تندیو باندې سپینې ټوټې تړلي وي چې د شهادت کلیمه پرې لیکل شوې وي.

د کندوز د ښار اوسیدونکي وایې چې طالبان د ښار په هر ګوټ او هر ځای کې له ځوانانو سره سیلفی عکسونه اخلي او داسې ښيي چې دوي خلکو ته د ژوند په هیڅ چاره کې ستونزه نه ولاړوي.

د خلکو تر منځ داسې اوازې هم شته چې د کندوز د ښار د سروزرو بازار او صرافۍ مارکیټ او بانکونه هم چور شوي خو ددغو ځایونو د چور په اړه خلک هم ځکه کره معلومات نه لري، ځکه چې په سیمه کې د اړیکې نیولو وسایل د بریښنا د نشتوالي له امله پرچاو دي.

په کندوز ښار کې د روانې جګړې له امله د شیرخان بندر وارداتي او صادراتي سيسټم هم په ټپه ولاړ دی خو په دغه بندر کې دولتي او خصوصي سوداګریز تاسيساتو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

په شیرخان بندر کې د سوداګريزو توکو د راکړې ورکړې کميشنکار محمد اسلم وایې چې پر کندوز ښار د بريد له لومړۍ ورځې د دغه سوداګريز بندر ټولې چارې په ټپه درېدلې دي.

د کندوز ښار عام اوسيدونکي له روانې جګړې په عذاب دي د ژوند له چارو سر ټکوي او وایې چې په ښار کې د یوې ډوډۍ بیه چې پخوا په لس افغانۍ پلورل کیده اوس دیرش افغانیو ته اوچته شوې ده.

بسم الله د زاخیلو اوسیدونکی دی هغه وایې چې د ښار کابو ټول دوکانونه بند دي او تشو واټونو کې وسله وال طالبان ځای ځای په موټرو کې ګرځي.

نوموړي زياته کړه "طالبان خلکو د ښار واټونو ته له ننوتو سره د عادي ژوند تیرولو ډاډ ورکوی؛ خو خلک په وېره کې دي او ځانونو پسې يې د کورنو دروازې بندې کړې دي."

د هغه په وينا که چیرې حکومت د روانې جګړې مخه ډب نه کړي؛ نو لرې نه ده، چې د کندوز ښار اوسیدونکي له دې هم له زیاتو ستونزو سره مخ شي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG