د لاس رسي وړ اتصالات

په کندز کې افغان ځواکونو د طالبانو پر ضد عملیات ودرول


طالبانو څه موده مخکې د کندز ښار ونیوه او بېرته ترې ووتل.
طالبانو څه موده مخکې د کندز ښار ونیوه او بېرته ترې ووتل.

درې ورځې وړاندې د کندوز د ښار شاو خوا سیمو کنم، بوزې کندهاري، او تلوکې سیمه کې د افغان ځواکونو له خوا د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات پیل شوي وو.

په دغو عملیاتو کې د افغانستان عامه نظم، ملي پولیسو او ملي اردو ګډون درلوده، خو درې ورځنیو جګړو وروسته افغان ځواکونه بیرته په شا او سیمه یې پریښوده.

د کندوز د امنیې قوماندان محمد قسیم جنګلباغ رسنیو ته وویل چې دوي په دغه سیمه کې مانوري عملیات پیل کړي وو چې هدف یې ترې د مخالفو وسله والو طالبانو د جنګي ځواک معلومول وو.

هغه وايي چې په عملیاتو کې یې مخالفو وسله والو طالبانو ته تلفات اړولي دي خو افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتې "افغان ځواکونو په بوزي کندهاري کنم او شاوخوا سیمو کې عملیات درلوده چې مخالفینو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ۱۸ کسان يې وژل شوي او دولس نور يې ټپیان شوي دي."

هغه زیاته کړه چې دوي ددغو عملیاتو په ترڅ کې هغه سیمې چې دولتي ځواکونه په کې ځای پر ځای شوي وو بیرته خوشې کړې او خپلو اصلي سیمو ته راستانه شول "مونږ یو نظامي مانور ترسره کړ او هغه سیمې مو ون ساتلې خو په نزدې ورځو کې لوی عملیات پيل کیږي."

قسیم جنګلباغ د کندوز پر خلکو غږ وکړ چې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي او په نزدې ورځو کې به د مخالفینو پر وړاندې پراخ عملیات پيل شي.

له تیرو درې ورځنیو جګړو چې د ډزو غږ یې د کندوز تر ښاره رارسیده خلک اندیښمن وو چې جګړه یو ځل بیا د ښار داخل ته ونه رسیږي.

کندز او طالبانو ضد عملیات

له تیرو څلورو میاشتو راپه دیخوا چې کندوز بیرته افغان ځواکونو نیولې تر اوسه د مخالفینو پر وړاندې عملیات نه دي پیل شوي بلکه چارواکي بار بار رسنیو ته وايي چې دوي به په نزدې ورځو کې عملیات پيل کړي خو هوا مخ په ګرمیدو ده چې فکر کیږي د مخالفینو شمیر به د هوا په ګرمیدو سره زیات شي.

ددغو عملیاتو پر وخت د شیرخان بندر کندوز تر منځ پر لویه غځیدلې لار هم د امام صاحب ولسوالۍ د خلکو تګ راتګ کم شوی و ځکه چې جګړې د لوې لارې دواړو خواو ته جریان درلوده.

کنم، بوزې کندهاري، او تلوکه د کندوز اړوندې سیمې دي چې د ښار شمال لور ته څلور او پنځه کیلومترۍ کې موقعیت لري.

د سیمې عیني شاهدان بیا وايي چې د لوی لارې دواړو خواو ته په سلګونو د ملي اردو سرتیري ځای پر ځای شوي وو خو په خامه سړکونو کې د ماینونو د موجودیت له امله یې پرمختګ نه شو کولای.

د کندوز د امنیې قوماندان جنګلباغ هم د افغان قواو د پرمختګ د مخنیوي یو لامل په سړکونو کې د ماینونو موجودیت ګڼي او زیاتوي چې دوي پر مخالفینو زور دي.

خو د سیمې خلک بیا وايي چې د افغان ځواکونو خپلمنځی اختلاف ددې سبب شو چې دغه عملیات وځنډیږي، خو دخلکو دغه خبره تر اوسه هیڅ رسمي منبع نه ده تایید کړې.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG