د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز- تخار لاره بېرته پرانیستل شوه


دوه اونۍ مخکې طالبانو دغه لار بنده کړه
دوه اونۍ مخکې طالبانو دغه لار بنده کړه

په کندوز کې د روانو جګړو په ترڅ کې ددغه ښار ټولې لارې له ولسوالیو او نور ګاونډیو ولایتونو سره تړل شوې وې. اوس هم ځای ځای د ښار شاوخوا په لویو لارو د دولت مخالف وسله وال لارې نیسي او تالاشي کوي.

په کندوز کې ددغه ښار دروازو ته د طالبانو له رارسیدو تقریبا دوه اونۍ وروسته د خان اباد کندوز لویه لار، چې تخار او بدخشان هم له دغه ولایت سره نښلوي د ترافیکو پر مخ پرانستل شوه.

د کندوز چارواکي وايي چې له تیرو شپږو ورځو راپه دیخوا یې د کندوز – تخار د لوی لارې د خلاصېدو په خاطر تصفیوي عملیات پیل کړي وو، چې په پايله کې پرون مازیګر دغه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

په کندوز کې د پولیسو د سپین زر زون قوماندان شیرعزیز کاموال وايي چې ددغې لويي لارې په اوږدو کې یې امنیتي پوستې بېرته فعال کړي دي.

کاموال زیاتوي چې اوس د کندوز، تخار او بدخشان خلک کولاي شي په ډاډه زړه پر دغې لارې تګ را تګ وکړي "د کندوز خان اباد لاره خلاصه ده او له کابل څخه د عامه نظم ۱۰۰ تنه پولیس هم راغوښتل شوي او ددغې لارې په پوستو کې ځای پر ځای شوي دي."

ددغې لارې په خلاصیدو سره د تخار د خلکو ټول هغه تجارتي مالونه چې په کندوز او نورو ولایتونو کې بند وو د رسیدو په حال کې دي، د کندز، تخار او بدخشان ولایتونو خلکو ته همددغې لارې په پرانستلو سره سهولت رامنځ ته شو دوي به پخوا له غرنیو لارو ګټه اخیسته او نورو سیمو ته به یې سفر کاوه.

د خان اباد او نورو سیمو خلک چې د خان اباد د لوی لارې له اړخه یې سفرونه کول وايي چې دولت باید لويی لارې وساتي او ددغې لارې دواړو خواو ته پراته کلي د طالبانو له موجودیت پاک کړي چې لاره د طالبانو له ګواښونو وژغورل شي.

د کندوز – خان اباد تر منځ لویه لار چې دغه ولایت له تخار او بدخشان سره هم وصلوي له تیرو تقریبا دوه اونیو څخه د ترافیکو پر مخ تړلې وه.

ذبیح الله مجاهد هم په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې طالبانو دغه لار د قومي مشرانو په غوښتنه د عامو خلکو پر مخ پرانستله او ددوي طرفدار طالب وسله وال به دولتي او نظامي مامورینو ته پر دغه لار د تګ اجازه ورنه کړي.

خو پولیس وايي چې دوي ددغې لارې د لا امن کولو په خاطر له کابل څخه تازه قواوې هم راغوښتلي او ځای پر ځای کړي یې دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG