د لاس رسي وړ اتصالات

غني: کندزیان دې نه ځورول کیږي


د افغانستان د پوځ د لوی درستیز مرستیال، جنرال مراد علي مراد ولسمشر ته ډاډ ورکړي چې ولسي خلکو ته به زیان نه رسول کیږي.
د افغانستان د پوځ د لوی درستیز مرستیال، جنرال مراد علي مراد ولسمشر ته ډاډ ورکړي چې ولسي خلکو ته به زیان نه رسول کیږي.

ولسمشر غني افغان پوځ ته امر کړی چې د ولسي خلکو سر او مال ته پوره پام وکړي او چاته د زیان رسولو اجازه ورنکړي.

د افغانستان د پوځ د لوی درستیز مرستیال، جنرال مراد علي مراد ولسمشرته ویلي چې د کندزښار د بیرته نیولو په عملیاتو کې ولسي خلکو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی.

د ارګ یوه اعلامیه وايي چې ښاغلي مراد ولسمشر ته دا خبره هم کړې ده چې هېڅ نامسوله او زورورې وسله والې ډلې ته به اجازه ورنکړي چې ښار ته ننوځي، ده ویلي چې افغان پوځ د عملیاتو مشري کوي.

ولسمشر غني دغه راز ویلي چې د کندز د سقوط لاملونه باید وڅیړل شي او هر چا که پدې لړ کې په خپلو چارو کې غفلت کړی وي، جزا به ورکړل شي.

طالب جنګیالیو د همدې اوونۍ په پيل کې په یو ناڅاپي برید کې د کندز ښار ونیوه.

افغان ځواکونو د پنجشنبې په شپه چې له هوا نه امریکايي ځواکونو ورسره مرسته کوله د کندز د بیرته نیولو عملیات پیل کړل.

که څه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کندز ښار يې په بشپړه توګه بیرته نیولی خو ځايي خلک وايي چې طالبان اوس هم د ښار په خیتځو سیمو کې شته دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د کندز ښار د بیا نیولو په عملیاتو کې د څلورو ځانمرګو برید کوونکو او طالب مشرانو په ګډون ۱۵۰ افغان او بهرني طالبان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG